د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/185f/2bcf/ae2f/582409edad683.jpg?time=1719354300)
د خبرترک ورځپاڼې « لومړی وزیر ییلدرم : د اروپا شورا دې خپل کار کوي، ټاکنې ترکیه کوي هغوې نه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم تیره ورځ د اسپانیا د لومړي وزیر ماریانو راژوی سره د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
لومړي وزیر ییلدرم د اروپا شورا د پارلمانونو د مجمع لخوا د ترکیې نه د وخت نه وړاندې ټولټاکنو د ځنډولو په اړه د غوښتنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د اروپا شورا د پارلمانونو مجمع دې خپل کار کوي. ټاکنې هغوې نکوي چې پکې مداخله کوي. ټاکنې ترکیه کوي. هغوې دې لومړی په خپلو عمومي اجلاسونو کې د صالح مسلم په څیر د ترهګر د ګډون او خبرو کولو مخه ونیسي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیې د ۲۰۰۲ دویم کال نه راپدیخوا ۲۳۰ سلنه اقتصادي وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اقتصادي چارو کې د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک په غازي انتپ ولایت کې وویل چې په ترکیه کې هغه خراب او سخت شرایط پایته رسیدلي دي. د ترکیې اقتصاد د ۲۰۰۲ کال راهیسې ۲۳۰ سلنه وده کړې ده .
د وطن ورځپاڼې « روحاني : ترکیه ژبه د ایران افتخار او ویاړ دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایران ولسمشر حسن روحاني د ترکي ژبې په اړه وویل « ترکي ژبه ددې خاورې د افتخار او ویاړ وسیله او د خوشبویه ګل په څیر ده. »
د ایران ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې د تبریز ښار نه د لیدنې پر مهال وکړې. روحاني په تخت ستدیوم کې راټولو شوو په زرګونو تنه د وینا په ترڅ کې په هیواد کې د ترکي ژبې د مروج کیدو د اهیمت نه یادونه وکړه. روحاني په ایران کې د ترکي ژبې د لا ودې او خوریدو په خاطر د نوو ترکي کتابونو د چاپولو امر وکړ.
هغه وویل ترکي ژبه د ایران د افتخار او ویاړ سرچینه ده. ترکیه ژبه ددې خاورې د ډیر خوشبو ګلانو په څیر ده.
د حریت ورځپاڼې « روسیې پنځو نورو ترکي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د فدراسیون د ویترنرانو او بوټو د روغتیا د کنټرول ادارې پنځو نورو ترکي شرکتونو ته د فعالیت او دې هیواد ته د ټوماټرو د واردولو اجازه ورکړه.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي د روسیې المز انتي دفاع صنایع شرکت د ترکیې د انتالیا په ولایت کې جوړیدونکي د دفاعي صنایعو تر ټولو په لوی نندارتون کې ګډون کوي.
دا شرکت به دلته خپل وسایل نندارې ته وړاندې کړي.