د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ډالرو پر ځای سره زر پور اخلۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د پيسو نړۍوال صندوق د نړۍ هیوادونه ګرو کړي دي. ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د پيسو نړۍوال صندوق دې ددینه وروسته پور د ډالرو پر ځای په سروزرو ورکړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې جوړه شوې د تشبص په نړۍواله کانګره کې وکړې. هغه وویل چې « نړۍواله ټولنه او دولتونه چې د تشبص روح پکې ژوندی وي باید پخپله لاس په جوړو کړو اداراتو کې اصلاحات رامنځته کړي. تاسې وګورۍ نړۍوال بانک چا جوړ کړی دی؟ همدې نړۍوالې ټولنې . »
هغه وویل چې د جي اوه په نړۍواله سرمشریزه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې راځۍ چې پورونه د ډالرو په پر ځای په سروزرو کړو. نن ورځ نړۍ رسمآ د ډالرو د اسارت لاندې قرار لري. که چیرې پورونه د ډالرو پر ځای په سروزرو شي دا به دولتونه او ملتونه د ډالرو د اسارت نه خلاص کړي.
د سټار ورځپاڼې « د روسیې د پارلمان غړی : د اردوغان نه باید ډیر څه زده کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د ولسي جرګې د دفاعي کمیټې مرستیال الکساندر شیرین ویلي دي چې د ملي ګټو نه د دفاع په برخه کې باید د ترکېې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مبارزې نه د نمونې د مثال ونیسو.
د روسیې د پارلمان وکیل دا څرګندونې د روسیې د یو تلویزیون سره په ژوندۍ بڼه نشریدونکې خپرونه کې وکړې. هغه وویل« که چیرې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په څیر مبارزه ونکړو د امریکا د اغیزو نه د ځان ژوغورل به ډیر ګران شي.
د خپلو ګټو نه د دفاع په برخه کې باید د اردوغان د مبارزې نه نمونه د مثال په توګه استفاده وکړو. که چیرې روسیه د اردوغان غوره کړي دریځ ته ورته دریځ غوره کړي دا خبره به د امریکا غږ ټپ کړي. »
د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو د فرانسې د ولسمشر درواغ په ډاګه کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون هغه درواغ چې د اسد په رژیم د هوايي بریدونو سره مو د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې خرابې کړې په ډاګه کړل. هغه د فرانسې د ولسمشر ددې څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په انقره کې د ناټو سازمان د مشر ینس ستولتنبرګ سره د لیدنې نه وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
وزیر چاوش اوغلو خبري غونډې ته وویل چې د فرانسې ولسمشر مکرون غوښتل چې په انقره کې جوړه شوې د ترکیې، ایران او روسیي د ولسمشرانو په غونده کې ګډون وکړي خو دا غوښتنه يي رد شوه.
هغه وویل چې د فرانسې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د نورو هیوادونو لخوا هم رد شوي دي . د یو هیواد ولسمشر باید د خپل شان سره سمې څرګندونې وکړي. هغه د فرانسې ولسمشر ته حقیقت ویلو ته رابولو.
د وطن ورځپاڼې « د ملي جنګي الوتکې ټي اف ایکس نمونه نندارې ته وړاندې شوه»
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو ادارې د ترکیې لومړنۍ ځايي او ملي پنځم نسل جنګي الوتکې ټي اف ایکس نمونه د مالیزیا د ډي اس د ۲۰۱۸ کال د دفاعي صنایعو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړه.
د ویلو ده چې دا الوتکه د ترکیې د وسله والو ځواکونو د اړتیاو د پوره کولو په خاطر طرحه او ډیزاین شوې چې په پام کې ده لومړنۍ يي تر ۲۰۲۳ کاله جوړه شي. دا الوتکې به تر ۲۰۳۰ کاله پورې مرحله په مرحله د ترکیې د موجودو جنګي الوتکو ځای ډک کړي.
د ویلو ده چې ترکیه د پنځم نسل جنګي الوتکو د جوړولو په برخه کې روسیې، چین او امریکا په ګډون د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی.