د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ناټو سازمان پر خلاف سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان په بولو ولایت کې د ګوند شپږمې فوق العاده کانګرې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل « ترکیه د ناټو د سازمان تر ټولو قوي غړی هیواد دی. د هر ستونزې او دندې پر مهال که په سومالیا کې وې ، که په افغانستان او یا بالکان کې وي ترکي ځواکونه دندې ته دانګي. زه په ناټو غږ کوم ! نن چې ترکي ځواکونه په سوریه کې نظامي عملیات کوي تاسې چیرته یاست. تاسې به څه وخت زمونږ تر څنګ دریږۍ؟ تاسې به څه وخت زمونږ نه دفاع کوۍ؟ ترکیه نن د ترهګرو پر خلاف چې دهیواد ملي امنیت ته ستر ګواښونه مخامخ کړي وو مبارزه کوي. »
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې لخوا د ۱۴ نیم میلیاردو ډالرو مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل ، ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې د منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو ګډون د اړتیا خاوند هیوادونو سره ۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالره او په ۲۰۱۷ کال کې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده . ترکیې دا مرستې په رسمي ډول د پراختیايي چارو په چوکاټ کې کړي دي.
د ترکیې لومړي وزیر ویلي دي چې ترکیه په مرستو کې سرحد نه پیژني، د اړتیا خاوندو ټولو هیوادونو ته د مرستې لاس غځوي. ترکیه تل د مظلومانو ترڅنګ دریدلې ده او دریدو ته به دوام ورکړي.
د سټار ورځپاڼې « که چیرې امریکا د اس ۴۰۰ توغندیو په خاطر ترکیه په تحریمونو وګواښي سمدلاسه به ځواب ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو جرمني ته د سفر په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د زیټ په نامه خبري رسنۍ سره مرکه وکړه.
چاوش اوغلو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا په کانګرس کې پر ترکیې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د رانیولو له امله د تحریمونو په اړه بحثونه کیږي داسې وویل ، که چیرې امریکا ترکیه په تحریمونو وګواښي ترکیه به د روسیې او یا نورو هیوادونو نه چې پرې تحریمونه لګول شوي دي په توپیر کې ځواب ورکړي. هیڅوک دې د ترکیې د ګواښولو هڅه نه کوي.
د وطن ورځپاڼې « امریکايي مشرانو د ترکیې ستاینه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د لاس انجلس په ښار کې د ترکیې جنرال قونسلګرۍ لخوا په جوړه شوې غونډه کې د امریکا د اسلامي شورا مشرانو ګډون کړی وو. د یادې شوې شورا مشرانو د ترکیې لخوا درې نیم میلیونه تنو سوري کډوالو ته د ځای د ورکولو ، د فلسطین د دعوا نه د دفاع کولو او بیت المقدس په اړه د مبارزې کولو له امله مننه او ستاینه وکړه.
نوموړو مشرانو د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د وطن ورځپاڼې « د چینايي شرکت هدف د ترکیې بازار ته رادخلیدل دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ او ټیلیفونونو تر ټولو لوی شرکت هونور په ترکیه کې په فعالیت پیل کوي. د یاد شوي شرکت د ترکیې د څانګې مشر ویلي دي چې زمونږ نوی هدف ترکي ځوانان دي. د اپریل په میاشت کې به خپل نوي توکي د ترکیې بازار ته راداخل کړو.