د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

897484
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « اعلی سرقومندان د عفرین د پولې نه لیدنه وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سوریې سره په پوله کې پروت  د هتای په ولایت کې د عفرین د عملیاتو د سوق او ادارې د مرکز نه لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  دلته  اتلو سرتیرو ته په وینا کې وویل «  تاسې د اوچت کړو  او اوچتیدونکو ګامونو سره  د ترک ملت لپاره  تاریخ  لیکۍ. »

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د عفرین  عسکري عملیات به  د ښې او مکملې نتیجې د ترلاسه کیدو پورې دوام وکړي. هغه وویل چې ترکیه د هیڅکوم هیواد په خاورې د یرغل  نیت نلري. د عفرین سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو نه وروسته به د سیمې اصلي خلکو ته  وسپارل شي. همداشان  دا عملیات او مثبتې پایلې به  ترکیې ته د راکډه شوو سوري کډوالو خپلو هیواد ته د ستنیدو  بهیر ګړندی  کړي.

د حریت ورځپاڼې « د عفرین په عملیاتو کې تر ۳۴۰ تنو ډیر ترهګر وژل شوي »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وویل چې  په عفرین کې  د ترهګرو  پر خلاف په روانو عسکري عملیاتو کې  تر ۳۴۰ تنو ډیر ترهګر وژل شوي دي. لومړي وزیر دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې  په یوې غونډه کې وکړې. هغه وویل چې دا عملیات  د ترکیې په اقتصاد  هیڅډول منفي اغیزې نکوي. دا مشروع  او پرحق  عملیات  دي. لومړي وزیر په ترهګرو غږ وکړ « که چیرې  جسارت  ولرۍ  د ترکي ځواکونو مخې ته  رابهر شۍ.

د سټار ورځپاڼې  «  د داعش پر خلاف د ترکیې پر مبارزې هیڅوک د نیوکې حق نلري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال باقر بوزداغ  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په اړه  معلومات  ورکړل.

هغه وویل چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د ترکیې  په قوي  او د خلوص نه په ډکې مبارزې  هیڅوک  د نیوکو  او یا د څیړولو  حق نلري. پدې اړه  د ترکیې په پریکړو هم  څوک  د اعتراض حق نلري.

هغه  د سوریې د عفرین په سیمه کې روان  د زیتون  څانګې د عملیاتو په اړه وویل چې تر وروستي  ترهګر د لمنځه وړو پورې به عملیات دوام وکړي.

د وطن ورځپاڼې  د ترکیې د اورپايي ټولنې د چارو وزیر او اروپايي ټولنې دغړیتوب  د مذاکراتو په برخه کې سرمرکچي  عمر چیلیک  د بلجیم په پلازمینه  بروکسل کې د لیدونو کتنو نه وروسته  خبري رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه  هلته  د زیتون څانګې په نامه  د عسکري عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « دا عملیات  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تر ټولو  مشروع  عملیات دي. » ټولو متفقینو ته  د نوموړو عملیاتو په اړه  په هر اړخیزه توګه معلومات ورکړل شوي دي. د بشري حقونو او حالاتو په اړه هر ډول تدابیر نیول شوي دي. هغه  د ترکیې او اروپايي ټولنې اړیکو ته په اشارې سره وویل « د مارچ په میاشت کې کیدای شي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې سرمشریزه جوړه شي. ترکیې د نوموړې سرمشریزې لپاره  پوره تیاري  نیولې ده .

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي چې د سوریې د عفرین  په سیمه کې  د پيل شوو عملیاتو نه وروسته  ځینې برخو غوښتل چې  د ترکیې پر خلاف  تبلیغات وکړي خو له نیکه مرغه چې  ددوې شوم پلانونه  شنډ شول. د ترکیې  د اسهامو په بازارنونو کې قیمت بهاوو سندونو او حصو  یو ځل بیا ریکاټ ټینګ کړ. د قیمت بهاوو سندونو او حصو بیه  تر هر وخت  لوړې شوې دي. د استانبول  د اسهامو  د بازار  بیې  د عملیاتو د پیلیدو د ورځې نه په اعتبار سره  د هرې ورځې په تیریدو  مخ په لوړیدو  دي.

 



اړوند خبرونه