د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ناټو غړیتوب مو زمونږ له برکته ترلاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې یونان تللی دی تیره ورځ د یونان د ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل « یونان د ناټو د غړیتوب نه د وتو نه وروسته د دویم ځل لپاره يي غړیتوب د ترکیې له برکته ترلاسه کړ. که چیرې ترکیې د یونان پر وړاندې خنډ جوړ کړی وای یونان به هیڅکله هم د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی نوای. خو مونږ یونان ته د ګاونډي په سترګه ګورو . په بله سترګه نه ګورو. نن هم ورته د ګاونډي په سترګه ګورو.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم کوریا د سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر د ټرمپ د پریکړې نه چاودنې ته تیار د یو بم په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې د بیت المقدس په اړه د ډول یو پلوې پریکړه کول په اصل کې چاودنې ته تیار د بم په څیر دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « لومړی وزیر : د ۲۰۱۸ کال لپاره د لارې نقشه تیاره ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ترکیې د صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې د عالي مشورتي شورا غونډې ته وینا وکړه. هغه وویل ۲۰۱۸ کال اسانه کال ندی خو ترکیې تر ننه پورې د ترلاسه کړو لاسته راوړنو او نړۍوال اعتبار له امله به په ۲۰۱۸ کال کې هم اقتصادي وده دوام وکړي. د ۲۰۱۸ کال لپاره کاري نقشه وار د مخه جوړه شوې ده .
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین د برازیل تر ټولو د لوی هوايي شرکت ازول سره د کودونو د شریکولو تړون لاسلیک کړ. ددې تړون سره مشتریان کولی شي چې د ترکش ایرلایین له طریقه د ازول د شرکت ټکټونه هم ترلاسه کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکش ایرلایین نوې الوتکې واخیستې » د ترکش ایرلایین د شرکت د اجراییوي شورا ریس ایلکر ایجي د کارګو د نوو الوتکو د تسلمیدو د مراسمو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د استانبول د دریم هوايي ډګر په اړه چې په نړۍ کې تر ټولو لوی هوايي ډګر په توګه جوړیږي په اړه وویل « د استانبول د دریم هوايي ډګر چارې په چټکۍ سره دوام لري. ځینې برخې ادعا کوي چې د هوايي ډګر ساختماني چارې په کلار روانې دي خو دا ادعا غلطه ده. ځکه چې اسانه خبره نده. د نړۍ په کچه تر ټولو لوی هوايي ډګر جوړیږي. همداشان مهمه مسله هغه سیمه ده چې هوايي دګر پکې جوړیږي. سیمه همواره نده . لومړی سیمه همواریږي او وروسته بیا پکې کار کیږي. د هوايي دګر لومړنی پړاو به د ۲۰۱۸ کال کې د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه پرانیستل شي او په فعالیت به پيل وکړي.»