د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

861336
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې « که څوک وغواړي کولی شي چې په بهر کې پانګه اچونه وکړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  په پلازمینه انقره کې د خنډونو د لرې کولو  تر نامه  لاندې په غونډه کې  وینا وکړه.  ولسمشر اردوغان وویل « مونږ  د سرمایې په حرکت  د محدودیت لګولو په اړه  کومه پریکړه نده کړې.

د فتح الله ګولن ، موازي دولت او پ ک ک ترهګرو ډلو  غړيتوب ولري هغوې پخپله   خاینین  دي.  د یو خایین لخوا بهر ته  د سرمایې ویستل  د خیانت نه پرته  بله خبره نده.  مونږ  د خپلو پانګه والو او سوداګرو نه د ملي او ځايي  دریځ  د غوره کولو تمه لرو. ترکیه  د ازاد بازار  د اقتصاد خاوند  هیواد دی. د ۱۹۸۹ کال راهیسې  هر هغه څوک چې وغواړي خپله پانګه  بهر ته انتقال کړي د هغوې مخنیوی نه کوو.

ځکه هر سړی پدې برخه کې  حق لري. پرته د  شکه  چې دا بحیر به دوام وکړي. خو د هیواد د پانګه والو نه  زمونږ  غوښتنه داده چې پدې وخت کې د هیواد سره  مرسته او وفا وکړي. پانګه اچونو ته په هیواد کې ترجیح ورکړي. »

د سټار ورځپاڼې «  د ختیځې تورې بحیرې نه ۱۱۲ هیوادونو ته صادرات  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ختلیځ تورې بحیرې  د صادراتو  ټولنې  ریس  احمد حمدي ګوردوغان  وویل د روان میلادي کال  په ۱۱ میاشتو کې  د جنوري نه تر نوامبر میاشتې پورې  د ګوموش خانې  ولایت نه  ۱ میلیارد  ۲۹۷ میلیونه او ۷۹۷ زره  ډالرو په ارزښت صادرات  ترسره شوي دي.

د صباح ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې  د موټرو د طرحې او ډیزاین  مشهور  د وي ای پي  شرکت  ریس  اربکان مالکوچ  وویل چې موټرې  په پرمختللې تکنالوژۍ د سمبالولو په برخه کې په یوې نوې پروژې کار کوي. هغه وویل  مونږ هڅه کوو چې  په موټرو کې داسې تکنالوژۍ ځای په ځای کړو  چې  په نړۍ کې څاری لیدل شوی نوي. د بیلګې په توګه  په  موټر کې  یو چینايي  او یو ترک  سپاره دي. یو د بل په ژره نه پوهیږي. مونږ  غواړو چې  داسې سیستم  جوړ کړو چې چینايي خبرې وکړي  ترک  هغه په ترکي ژبه واوري  او ترک چې خبرې وکړي  چینايي هغه په چینايي ژبه واوري. مونږ  غواړو چې ددې پروژې سره د غږ  فریکانسونه په هوا کې بدل کړو.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د بادي توربین  وزر يي  جوړه کړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سکاریا پوهنتون  د انجینیرۍ د فاکولتې  یو تن استاد  ډاکټر اکرم بویوک کایا  او د هغې  کاري دلې  د بادي توربین لپاره  نوی  نسل  وزر  جوړه کړه. دا وزر  د ډیر زیات  وزن  سره سره  په ناڅاپي توګه  د مانور د اجرا کولو  قابلیت  لري. دې پروژې  په ۳۲ پروژو کې  لومړی مقام  خپل کړ. د سکاریا د پوهنتون  زده کوونکو چې پدې پروژه کې کار کړی دی ویلي دي چې  انشاالله دا پروژه به  لا  لوړې سویې ته ورسو.

د وطن ورځپاڼې  « بیت الله د نړۍ اتلولي وګټله »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د لامبو د معیوبینو  د لوبډلې  لامبوزن  بیت الله ایراوغلو  په نړۍ کې د معیوبینو د لامبو د اتلولۍ په سیالیو کې  اتلولي  خپله کړه. د هیواد دې لامبوزن  د مکسیکو په پلازمینه مکسیکو کې  جوړه شوې  د لامبو د اتلولیو په نړۍوالو سیالیو کې  خپل رقیب ته د ماتې په ورکولو سره  د سرو زرو مډال  ترلاسه کړ.

 

 



اړوند خبرونه