د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « ناڅاپي غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر په ۲۲ مه نيټه د ترکیې، روسیې او ایران په ګډون د روسیې په سوچي ښار کې په جوړیدونکي سرمشریزه کې د ګډون په ښار یو ځل بیا روسیې ته سفر کوي. د ویلو ده چې ولسمشر ارودوغان د روانې اوونۍ په پیل کې د روسیې د ولسمشر سره د لیدنې په خاطر روسیې ته سفر کړی وو. دا به د لسو ورځو په دننه کې روسیې ته ولسمشر اردوغان دویم سفر وي. پدې غونډه کې به درې واړه هیوادونه په سوریه کې په روانو پرمختګونو او د سیمې په حالاتو خبرې وکړي. تمه کیږي چې پدې غونډه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ګډون وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اوس بله سناریو جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل چې د نړۍ ځینې طاقتونه غواړي چې ترکیه د خپلو لوبو اله وګرځوي خو دا د هغوې بې ځایه هلې ځلې دي. هیڅوک ترکیه د خپلو لوبو اله کولی نشي.
لومړي وزیر دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د انقرې د سوداګریزې خونې په سالون کې جوړ شوي د لویو لارو د ټرافیک د امنیت په اتم سمپوزیم کې وکړې. هغه وویل چې ځینې کړۍ غواړي چې ترکیه د خپلو چټلو لوبو اله وګرځوي خو دوې پدې نه پوهیږي چې هیڅوک ترکیې ته فریب او دوکه ورکولی نشي. هغه وویل چې دې کړیو د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په واسطه وغوښتل چې په ترکیه کې خپل اهداف پلي کړي خو د الله په مرسته چې خپلو شومو موخو ته ونه رسیدل. هغه کړۍ چې خپلو شومو موخو ته ونه رسیدل اوس غواړي چې نوې سناریو جوړه کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « وای پي جي ترهګره ډله د سیمې د نیولو په خاطر رقه ته تللې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په کوربه توب جوړ شوي د ختیځې مدیترانې د ۲۰۱۷ کال تطبیقات سرته ورسیدل. دا تطبیقات د ناټو سازمان د سمندري ځواکونو د دایمې ډلې امریکا ، بلغاریا، انګلستان ، رومانیا او ترکیې د سمندري ، هوايي او سواحلو د امینت د قومندانۍ په ګډون ترسره شول. په تطبیقاتو کې ګډون کوونکو بیړنیو په مارماریس کې د اکساز سمندري هډې د بندر نه لیدنه وکړه . د ویلو ده چې دا تطبیقات چې هر کال جوړیږي سږ کال د شلم ځل لپاره ترسره شول.
د وطن ورځپاڼې « د نړۍ نادر پټنګ په انتالیا کې ولیدل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت د سیریک ولسوالۍ د ګرځندوی په مرکز بیلیک کې د یو هوټل په باغچه د نړۍ یو ډیر نادر پټنګ ولیدل شو. د ویلو ده چې دا ډول پټنګ په هوا کې په ډیره چټکه توګه د مزل او د اوږدې مودې لپاره په هوا کې د دریدو توان لري.
همداشان دا ډول پټنګ په ځانګړې توګه د شپې لخوا حرکت کوي.