د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

842299
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حرییت ورځپاڼې  « اردوغان روسیې او کويټ ته سفر کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د سوچي په ښار کې  د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  لیدنه کوي. ولسمشر اردوغان  چې د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر پوتین سره  لیدنه کړې وه  دادې یو ځل بیا  مخامخ لیدنه کوي. ولسمشر اردوغان به  د نوامبر په دیارلسمه نیټه  د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې سوچي ته لاړ شي. هغه به پدې لیدنه کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې او عراق په مسلو هم خبرې وکړي. ولسمشر اردوغان به د روسیې نه وروسته  د کویټ د امیر شیخ صباح سره  چې د خلیج د هیوادونو ترمنځه  د روان کړکیچ د حل په خاطر منځګړتوب کوي د لیدنې په خاطر  کویټ ته لاړ شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول نوی سمبول جوړیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  په استانبول کې د اتاترک د نوي کولتوري مرکز پروژه  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  معرفي کړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا کولتوري مرکز به  د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په فعالیت پيل وکړي. هغه وویل چې دا مرکز به  د استانبول په نوي سمبول  بدل شي. د اتاترک نوی کولتوري مرکز  چې  په ډیره مدرنه معمارۍ جوړیږي  پکې به  ۲۵۰۰ تنو په لویوالي د اوپیرا سالون، د کنسرتونو د ګن شمیر سالونونو، هنري نندارتونو او کتابتونو شتون ولري.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په ۱۵ کلونو کې  ترکیې  ۳ برابره  پرمختګ او وده کړې ده . دا په اصل کې د جمهوریت په تاریخ کې د مدرنیزه  او عصریتوب په برخه کې تر ټولو  قوي  حمله  ده. د اتاترک نوی کولتوري  مرکز ددې ښکاره بیلګه ده.

د صباح ورځپاڼې  « ۷۰۰ میلیونه ډالره به په ترکیه کې پاتې شي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق  تیره ورځ  د خطاط او ایرن  د هولډینګونو ترمنځه  د ډبرو سکرو  په برخه کې د شراکت د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون کړی وو. هغه  دلته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل د ځايي برښنا د تولید په خاطر  ۳۰ سلنه  د ډبرو سکاره  د بهر نه واریدیږي  چې انشاالله دا کچه به لا پسې راټیته کړو. په هیواد کې به  د ځايي ډبرسکرو تولیداتو کچه  لا  پسې لوړه کړو. سږ کال به  خپل تولیدات  ۸۰ میلیونه ټنو ته لوړ کړو. هدف په ۲۰۱۸ کال کې  دا رقم  ۱۰۰ میلیونو ټنو ته  رسول دي. ددې سره به د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو  لوړه کچه  د سکرو تولیداتو هدف ته ورسیږو.

د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي  چې ترکیې د لبنان د روانو حالاتو په اړه څرګندونې وکړې.

په څرګندونو کې راغلي دي چې ترکیه  د سیاسي یووالي، استقرار، سولې ، ثبات او امنیت د دوام   په برخه کې  د لبنان او لبنان د خلکو نه  پوره ملاتړ کوي. د ترکیې بهرنیو چارو وزارت  په لبنان کې د لومړي وزیر سعد حریري د استعفا کولو نه وروسته  د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، ترکیه د سیاسي یووالي، استقرار، سولې ، ثبات او امنیت  د دوام  په برخه کې د لبنان  د دولت او خلکو نه ملاتړ دوام  ورکوي. په خبر پاڼه کې راغلي دي چې  ترکیه په دوست او ورور هیواد  لبنان کې د لومړي وزیر سعد حریرې د استعفا نه وروسته  رامنځته شوي حالات د نږدې نه تعقیبوي.

د سټار ورځپاڼې  « د استانبول د اسهامو بازار کې بیې  په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تر ټولو  لوړې کچې ته  ورسیدې  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مرکزي  بانک  د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د ترکي لیرو  د قیمت د لوړولو  په خاطر  د اوچت کړي ګام  او د امریکا لخوا ترکیې سره د ویزې د ستونزې د حل  په اړه د څرګندونو نه وروسته  د ډالرو په مقابل کې د ترکیې لیرې بیه  ډیره زیاته لوړه شوه. همداشان  ددې سره سم د استانبول د اسهامو په بازار کې  بیې  تر ټولو لوړې کچې ته ورسیدې.



اړوند خبرونه