د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « ترکیه د اقتصادي ودې په برخه کې خپل هدف ته رسیدلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په صربستان کې د ترکیې او صربي سوداګرو ګډې غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د پیسو نړۍوال صندوق په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې اقتصادي وده ۲عشاریه۵ سلنه اټکل کړې وه چې پدې برخه کې اصلاحات راوستل.
د پيسو نړۍوال صندوق پدې وروستیو کې د ۲۰۱۷ کال لپاره د ترکیې د اقتصادي ودې اټکل ۵ عشاریه یو سلنې ته لوړ کړ. هغه وویل چې ترکیه د اقتصادي ودې په برخه کې خپل هدف ته رسیدلې ده .
په ترکیه کې د تیرو ۱۵ کلونو په دوران کې اقتصادي پرمختګونه او پراختیا په اصل کې د اتلولۍ او قهرمانۍ کیسه ده. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې د رامنځته شوې کودتا سره سره بیا هم اقتصادي ودې ته دوام ورکړ. ترکیې په اصل کې ټولې نړۍ ته په اثبات ورسوله چې ډیر قوي او ډاډمن اقتصاد لري.
د خبرترک ورځپاڼې « د صربستان د بهرنیو چارو وزیر په ترکي ژبه سندره وویله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صربستان د ولسمشر الکساندر وچیچ په رسمي بلنه د رسمي سفر په ترڅ کې تیره ورځ د اوکراین نه وروسته صربستان ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان پرون ماښام د صربستان د ولسمشر لخوا د هغه په ویاړ په جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ. د صربستان د بهرنیو چارو وزیر ایوتسا داچیچ پدې میلمستیا کې د ولسمشر اردوغان په خاطر په ترکي ژبه سندرې وویلې.
د ویلو ده چې د ولسمشر اردوغان په ویاړ په جوړه شوې میلمستیا کې د ولسمشر اردوغان میرمن امنې اردوغان، د ترکېې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار او یو زیات شمیر میلمنو ګډون کړی وو.
د وطن ورځپاڼې « ترکي انجینیر مهمه لاسته راوړنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یو تن ترک انجینیر په نړۍ کې لومړنی د سرو زورو د پلورلو ماشین جوړ کړ. د ویلو ده چې دا ماشین د بانک ماتیک ماشینونو په څیر سره زر پلوري.
هیوادوالو کولی شي چې په هر ساعت کې چې وغواړي راشي او ددې ماشین نه سره زر وپیري. د ویلو ده چې دا ماشین به د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې لومړی په دوبۍ کې په فعالیت پيل وکړي. همداشان دا ماشین به په ترکیه کې د ۶ میاشتو په دننه کې په فعالیت پيل وکړي. دا ماشین په نړۍ کې ساری نلري او هر څه ژر به منځني ختیځ هیوادونو ته په صادراتو پیل وشي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه ملي جنګي الوتکه جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو اداره د نوي نسل تعلیمي الوتکې هورکوش یا ازادۍ مرغۍ د جنګي الوتکې د جوړولو په پروژې کار پیل کړی دی.
ویل کیږي دا الوتکې به د هور جیټ په نامه جوړې شي او د تعلیمي جیټ الوتکو په توګه به فعالیت وکړي. .
همداشان دا الوتکې به په وسلو هم سمبال شي او په ځینو مواردو کې به په عملیاتو کې هم ترینه ګټه واخیستل شي. دا الوتکې به د ۴۵ زره فټه د ارتفاع په ظرفیت جوړې شي. الوتکې به په وروستۍ تکنالوژۍ سمبالې مدرنې او پرمختللې جوړې شي.