د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

تركيه په جرمني كې د ټاكنو پر مهال د تركيې پر وړاندې د مخالفت نه د ګټې پورته كولو نه ناراحته ده.

806298
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

 

د حريت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه كې پر جرمني د ولسمشر رجب طيب اردوغان نيوكو ته ځاى وركړى او ليكلي يې دي چې كه چېرې جرمني په ريښتيا هم په اروپايي ټولنه كې د تركيې غړيتوب نه غواړي نو په ښكاره توګه دې ووايي. ورځپاڼې د اردوغان د وينا پر اساس ليكلي دي چې `` كه چېرې د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د اوسنيو اړيكو تحمل هم نشئ كولاى نو په ښكاره توګه او مردانه ګۍ سره ووايئ او اقدام وكړئ``

تركيه په جرمني كې د ټاكنو پر مهال د تركيې پر وړاندې د مخالفت نه د ګټې پورته كولو نه ناراحته ده. د اردوغان په وينا ``شپه ورځ زما د ګوند او شخص پر وړاندې مخالفت كوئ. دا تاسې ته هېڅ ډول ګټه نه رسوي. آيا دا ټاكنې په تركيه كې كيږي او كه په جرمني كې؟ خپلې ټاكنې ترسره كړئ دا چې څوك يې ګټي او څوك يې بايلي په موږ پورې اړه نه لري.``

د ينې شفق ورځپاڼې ليكلي دي چې د بلغاريا سره د انرژۍ په برخه كې همكاري زياتيږي. د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير برات آل بيرق د بلغاريا د لومړي وزير بويكو بوريسوف او د انرژۍ د چارو د وزير تيمونزخا پېتكوا سره د ليدنې په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د انرژۍ په برخه كې د همكارۍ پر پراختيا ټينګار وشو. ټاكل شوې ده چې د طبعي ګازو او برېښنا په برخه كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د همكارۍ چارې نورې هم لوړې شي.

د سټار ورځپاڼې له هېواده بهر د مېشتو تركانو د اقتصادي فعاليت په اړه ليكلي دي چې هر كال د اختر د رخصتيو په ګډون له بهره د راغلو تركانو لخوا په ميليونونو ډالر لګښت كيږي. دا لګښت د تركيې بازارونو هم ګټه رسوي. ورځپاڼې د تركيې د احصايي د ادارې د يو راپور پر اساس ليكلي دي چې په بهر كې مېشتو تركانو په تېرو ۵ كلونو كې شاوخوا ۳۰ ميليونه ځله له تركيې ليدنه كړې ده. پدې موده كې يې د تركيې اقتصاد شاوخوا ۳۳،۲ ميليارده ډالره ګټه رسولې ده.

د خبر ترك ورځپاڼې ليكلي دي چې د سوسيولوژۍ په برخه كې د تركيې او نړۍ نامتو اكاډيمسين پروفيسور دوكتور شريف ماردين تېره شپه په استانبول كې د ور پېښې ناروغۍ له امله د ۹۰ كلونو په عمر ومړ. شريف ماردين د تركيې د تاريخ او په ځانګړي توګه د عثماني امپراتورۍ د وروستيو كلونو د ټولنيز تاريخ په برخه كې نړيوال شهرت درلود.

د وطن ورځپاڼې په خپله سپورټي پاڼه كې ليكلي دي تركي غېږ نيونكى محمد فرقان دورسون د خپل روسي سيال په ماتولو سره نړيواله اتلولي خپله كړه. د خبر له مخې د يونان په پلازمېنه آتن كې د غېږنيونې په نړيوالو سياليو كې دورسون خپل روسي رقيب محمد اېوليوف ته د ۳ په مقابل كې په ۵ سره ماتې وركړه او پدې ډول يې نړيواله اتلولي خپله كړه.


پيوندونه: #تركيه , #جرمني

اړوند خبرونه