د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

776606
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د صباح ورځپاڼې په خپله اقتصادي پاڼه كې ليكلي دي چې په تركيه كې د بهرنۍ پانګې تر ټولو زياته د جرمني شركتونو لخوا شوې ده. د ورځپاڼې د خبر له مخې پدې وروستيو كې د تركيې – جرمني ترمېنځ د اړيكو د ترينګلتيا لپاره ځينو مغرضو كسانو هڅه وكړه چې وښايي چې ګواكې په تركيه كې د جرمني شركتونو لپاره ستونزې رامنځته شوي دي. له يوې خوا ددې هېواد پانګه والو او د بلې لخوا په تركيه كې د نړيوالو شركتونو استازو د پانګې اچوونې لپاره هلې ځلې زياتې كړي دي. اوسمهال په تركيه كې ۵۶ زره بهرني شركتونه او ۲۸ زره هغه شركتونه چې پانګه يې د تركانو او بهرنيانو ترمېنځ نيمه ده، فعاليت لري. دې شركتونو تېرو ۴۰ كلونو راهيسې تر ننه پورې په تركيه كې د ۷۰۰ ميلياردو تركي لېرو په ارزښت پانګه اچوونه كړې ده. د تركيې د اقتصاد وزير وويل چې دا شركتونه د افواهاتو پر ځاى د ۴۰ كلن فعاليت راپورونو ته ګوري.

د سټار ورځپاڼې هم په ورته خبر كې ليكلي دي چې تركيې ته د راغلو جرمني سيلانيانو شمېره هم د توقع خلاف مخ پر لوړېدلو ده. پدې وروستيو كې د جرمني د بهرنيو چارو د وزير لخوا د تركيې پر وړاندې د مغرضانه څرګندونو سره سره جرمني سيلانيان اوس هم تركيې ته راځي. په جرمني كې د اېف ټي آى سياحتي شركت مشر وويل چې تركيې ته تلونكو جرمني سيلانيانو په شمېره كمښت نه دى راغلى. اوسمهال په تركيه كې د رخصتيو د تېرولو په موخه ټولې اسانتياوې شته دى.

د خبرترك ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه كې د توريزم په اړه يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي د تركيې په دينيزلي د ولايت د پاموك كلا په توريستيكي سيمه كې يو لرغونى حوض د سيلانيانو د پام وړ ګرځېدلى دى.  دا حوض چې په ۶۹۲م ميلادي كال كې د يو زلزلې له امله د روم د پخوانۍ امپراتورۍ د ماڼۍ  په څنګ كې د جيولوجيكي بدلونونو په پايله كې رامنځته شوى دى، د اوبو د تودوخې درجه يې په دوبي او ژمي كې د سانتي ګراد په حساب ۳۶ ده. هره ورځ له دې حوضه شاوخوا ۲۴۰۰ تنه ليدنه كوي.

د ينې شفق د ورځپاڼې د خبر له مخې د تركيې د قونيې په ښار كې يو تن تركي انجينير د ړندو لپاره داسې الكترونيك واسكټ جوړ كړى دى چې كولاى شي د دوى د تګ راتګ پرمهال ورته اسانتياوې رامنځته كړي. ويل كيږي چې دا واسكټ  په ښار كې د ړندو د تګ راتګ پر مهال كه چېرې د كوم خنډ سره مخامخ شي نو شخص ته خبر وركوي.

 


پيوندونه: #تركيه , #جرمني

اړوند خبرونه