د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

768442
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  « ترکیه به د انرژۍ  په مرکز بدله کړو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې جوړه شوې د نفتو په نړۍواله کنګره کې  ګډونوالو ته په وینا کې وویل « انشاالله چې ترکیه به د پرمختللې تکنالوژۍ تولیدونکي  او د انرژۍ په مرکز  بدل کړو». هغه زیاته کړه چې دې موخو ته د رسیدو په خاطر به ملي سرچینې په څو برخو وویشي. هغه زیاته کړه چې د انرژۍ په برخه کې  د ترکیې  د لاس لاندې لومړنۍ پروژه د سویلي ګازو نللیکې پروژه ده.

همداشان  دویمه  پروژه  د ترک جزیان پروژه  ده  چې ددې پروژې سره به د روسیې  ګازو  نړۍوالو بازارونو ته  انتقال کړې شي. هغه زیاته کړه چې ترکیه به د خپلو ټولو امکاناتو نه د ګازو او انرژۍ نه  د ورانکارۍ، جنګ جګړې، شدت او اختلافاتو پر ځای  د سولې، امنیت ، ثبات، استقرار او رفاح  د ټینګښت  لپاره د کار  اخیستو په خاطر هلې ځلې وکړي.

د وطن ورځپاڼې  «  په مدیترانه  او توره بحیره کې د نفتو پلټنې د اروپا لپاره ځانګړې اهمیت لري  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي  زیرمو وزیر برات البیرق  وویل چې ترکیې په تیرو ۱۵ کلونو کې  د انرژۍ په برخه کې د انقلاب په څیر ګامونه اوچت کړي دي. په ترکیه کې د ګازو د انتقال  د شبکو ورځنی  ظرفیت مو  د ۱۹۰ میلیونه متر مکعب نه  ۳۰۰ میلیونه متر مکعب ته  او په راتلوونکو ۲ کلونو کې به يي  ۴۰۰ میلیونه متر مکعب ته لوړ کړو. همداشان  تر ۲۰۲۳ کاله  به انشاالله چې په ترکیه کې  د ۱۱ میلیارده متر مکعبو ګازو لپاره  ډیپوګان  جوړ کړو. ترکیه به د ګازو د ډیپوګانو په برخه کې د سیمې تر ټولو  په قوي ډیپوګانو بدل کړو.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې سره مو اړیکو  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ښه کیدو  دي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چې  په استانبول کې  جوړه شوې د نفتو په نړۍواله کنګره کې د ګډون  او رسمي لیدونو کتنو په موخه  استانبول ته راغلی وو  وروسته يي په انقره کې خپلو لیدونو کتنو ته دوام ورکړ. هغه وویل چې  دا سفر په اصل کې د واشنګټن او انقرې ترمنځه په اړیکو کې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو ستونزو د لمنځه وړو په خاطر  ترسره شوی دی. هغه دا څرګندونې  په استانبول کې د امریکا په جنرال قونسلګرۍ کې وکړې. هغه وویل چې  ترکیې او امریکا په یو بل باندې  د لاسه ورکړی  اعتماد او ډاډ  له سره رغوي.

امریکا ترکیې  سره  اړیکو ته هم  د امنیتي پلوه او هم اقتصادي پلوه ځانګړی اهمیت ورکوي.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  ترکیه داعش ترهګره ډلې ته د ساه اخیستو اجازه نه ورکوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د داعش ترهګرې ډلې په اړه د ترکیې د مبارزې په خاطر  په ترکي او انګلیسي ژبو  کتاب چاپ او نشر کړ. پدې کتاب کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  داعش ترهګرې ډلې تر ټولو  ستر زیان  د سیمې خلکو او اسلامي نړۍ ته  اړولی دی. پدې  کتاب کې  د ترکیې لخوا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  قوي مبارزې، داعش سره  د یو ځای کیدونکو بهرنیانو مخنیوی  او په سوریه کې د ترسره کړو عسکري علمیاتو په اړه  په بشپړه توګه معلومات ورکړي دي.

د سټار ورځپاڼې  « د پوهنې د وزارت نوې  پروژه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د پوهنې وزارت  په ترکیه کې  د زده کوونکو د ظرفیت  د لوړولو  په خاطر د زده کوونکو د ارزونې د نړۍوال سازمان  د پروګرام  په څیر  د ساینس  او ریاضیانو په برخه کې ورته  پروژه  د لاس  لاندې نیسي.

 



اړوند خبرونه