د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « لومړی د شهیدانو زیارت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د جولای ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې کودتا په لومړنۍ کلیزه کې به ځینې ځانګړي پروګرامونه جوړ شي. دا پروګرامونه به د جولای په ۱۱ مه نیټه د یادې شوې خونړۍ کودتا د شهیدانو د زیارت سره پيل شي. پدې چوکاټ کې به د ترکیې په ټولو ولایتونو کې شهیدانو د قبرونو زیارت ترسره شي. دا پروګرامونه به په ټول هیواد کې د جولای تر ۱۶ مې دوام وکړي. همداشان د جولای په ۱۵ او ۱۶ مو نیټو په شپه کې به په انقره او استانبول ښارونو کې د هیوادوالو په ګډون د شپې نوبت پروګرام جوړ شي. تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان د استانبول د بوغاز د پل تر څنګ په جوړیدونکي لوی میتینګ کې ګډون وکړي.
د جولای په ۱۵ مه نیټه به د ملي شورا په عمومي مجلس کې ځانګړې غونډه وشي. همداشان د شپې په ۲ بجو او ۳۷ دقیقو د کودتاچیانو لخوا په ملي شورا د بمباریو په ساعت کې وکیلان په سمبولیک ډول سره په ملي شورا کې راټول شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه غزه یواځې نه پریږدي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې د روژې مبارکې میاشتې په دننه کې د غزې سره ډول ډول مرستې وکړې داځل يي د لسو زرو ټنو خوراکي توکو نه بار کښتۍ غزې ته واستوله. په مرستو بار کښتۍ د اسراییلو د اشدود بندر ته رسیدلې ده .
پدې کښتۍ کې ۵۰ زره کارتنه خوراکي توکي، ۵ زره ټنه وړه، سل ټنه بسکیټ او کیک، ۵۰ زره جوړوې جامې، ۱۰۰۰ جوړې اختري جامې، ۱۸۱۰۰ عدد د ماشومانو بازیچې، ۳۲ زره بستې قرطاسیه او ماشومانو ته په زرګونو د اختر ډالۍ او بایسکلونه شتون لري.
د ویلو ده چې نوموړي مرستې به د ترکیې د ناورین د ادارې لخوا غزې ته یوړل او په اړینو کسانو به وویشل شي. د بله پلوه د ترکیې سره میاشت ټولنه غواړي چې په غزه کې د سیمې لپاره تر ټولو لوی د بیړنیو حالاتو او ناورین په خاطر د بشري مرستو او لوژیستیک مرکز جوړ کړي. دا مرکز به په راتلوونکې کال کې په فعالیت پیل وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د انرژۍ وزیر د سوري یتیمانو سره روژه ماتې وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق په انقره کې د سوري یتیمانو په خاطر په جوړ شوي روژه ماتې پروګرام کې ګډون وکړ. د انرژۍ وزیر البیرق سره د هغه میرمن اسراء البیرق او ماشومانو يي هم ملګرتیا کوله. هغه د روژه ماتي نه وروسته په سوري یتیمانو ځینې ډالۍ وویشلې او ټولو سره په ګډه عسکونه واخیستل.
د وطن ورځپاڼې « د وړې د رخصتۍ لپاره انتخابونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د وړي په رارسیدو سره ځايي او بهرني ګرځندویان د رخصتۍ تیرو په انتخابونو غور کوي. ډیری خلک د انټرنټ له لارې د ځان لپاره مناسب سیمې او مکانونه لټوي. د انټرنټ په لټونونو کې د ترکیې د تورې بحیرې سیمه او د مدیترانې سمندر په څنډه کې پراته ولایتونه د ټولو لپاره ښو انتخابونو په توګه وړاندې کیږي. همداشان د شمالي قبرس ترکي جمهوریت هوټلونه هم د جاذبو انتخابونو په منځ کې قرار لري. د ترکیې د تورې بحیرې طبعي ښکلا د ګرځندویانو لپاره په لومړنیو انتخابونو کې قرار لري. همداشان مدیترانه او ایژې سمندر بیا د پاکو او رڼو اوبو ، لمر او شګیو له پلوه په لومړي کتار کې ځای لري.
د خبرترک ورځپاڼې « د اروپا د فوټبال د فدراسیون لخوا د ترکیې د ګالاتا سرای لوبډلې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د فوټبال فدراسیون د ۱۹۵۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځه د اروپا تر ټولو د بریالیو ۳۰ فوټبال لوبډلو لست خپور کړ. پدې لست کې د ترکیې نه د ګالاتا سرای لوبډلې هم ځای نیولی دی. د ګالاتا سرای لوبډلې پدې لست کې په ۱۹ کتار کې ځای نیولی دی . په لست کې په لومړني کتار کې د اسپانیا د ریل مادرید لوبډلې، دویم کتار کې د جرمني بایرن مونیخ لوبډلې او په دریم کتار کې بیا د اسپانیا د بارسلونا لوبډلې ځای نیولی دی.