د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي ، ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د اپریل د ۱۶ مې ټولپوښتنې پایلې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو د پایلو ښکارندويي کوي. هغه ویلي دي چې په مخکې ډیر مهم ګامونه لري چې باید پورته شي. د هیواد د بڼسټیزو چارو په برخه کې به ډیر مهم ګامونه اوچت کړو او پانګه اچونې به وکړو. په هیواد کې به د پوهنې او اخلاقي کچې د لوړولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ډول بریاوې باید هیڅ وخت مونږ مست نکړي.
د صباح ورځپاڼې « ترهګرو ته به د تیریدو اجازه ورنکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لویدیځې نړۍ د ترهګرو نه ملاتړ مکوئ غږ وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې ځینې لویدیځوال هیوادونه په سوریه کې د ترهګریزو سازمانونو سره په ښکاره توګه مرستې او ملاتړ کوي او د ترکیې په مقابل کې خپل خصومت اعلانوي. هغه وویل چې ټول دې پده ښه ځان پوه کړي چې ترکیه د خپلو پولو ترڅنګ د ترهګرو ځالې ته هیڅوخت اجازه نه ورکوي.
هغه وویل چې ځینې لویدیځوال هیوادونه فکر کوي چې د خپل دې غلامانو او په پیسو اخیستو ترهګرو په واسطه به ترکیه په ګونډو کړي خو هیڅکله به خپل دې ارمان ته ونه رسیږي. په سوریه کې د ترکیې عسکري عملیات وروستي نه وو بلکې دا پیل وو.
د ینې شفق ورځپاڼې « ټوله نړۍ باید د ټولپوښتنې پایلو ته درناوی وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ګاونډیو هیوادونو د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې د پایلو د اعلانیدو نه وروسته د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ. د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د ترکیې د ټولپوښتنې د پایلو په اړه وویل چې هر سړی باید دې پایلو ته درناوی وکړي. یونان حکومت هم وویل چې د ترکیې د خلکو پریکړې ته درناوی لرو. یونان حکومت ویلي دي چې په ګاونډیو هیوادونو کې د استقرار او ډیموکراسۍ نه پوره ملاتړ کوي. همداشان د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ټولپوښتنې د پایلو په اړه وویل چې « ایران د ترکیې د خلکو د اکثریت لخوا منل شوې هر ډول پریکړې ته درناوی لرو. »
د سټار ورځپاڼې « بهرني پانګه والو په حرکت پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه د اساسي قانون د تعدیل په موخه په ترسره شوې ټولپوښتنه کې د خلکو لخوا د اساسي قانون د تعدیل دمنلو نه وروسته د ډیرو برخو په څیر د غیرمنقول اموالو سکتور په حرکت پیل کړی دی . تمه کیږي چې په راتلوونکو میاشتو کې په ځانګړې توګه بهرنیان په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو په برخه کې پانګه اچونې زیاتې کړي.
د ترکیې د غیرې منقول اموالو د ټولنې استازو ویلي دي چې « اوس مهال په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو د رانیولو لپاره ډیر ښه او مناسب وخت دی. ځکه چې د غیرې منقول امولو بیې ټیټې، دبانکي سود کچه ټیته او د ډالرو پر وړاندې د ترکي لیرو ارزښت هم معلوم دی. »
د بله پلوه د اپریل په ۱۹ مه نیټه د دریو ورځو لپاره په جوړیدونکي د ایسکپو ترکیه بای قطر په نندارتون کې د ترکیې د غیرې منقول سکتور لپاره ځانګړي فرصتونه شتون لري.
د وطن ورځپاڼې « ترکي لیرو ارزښت لوړ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې د پایلو د اعلانیدو سره سم ترکي لیرو د ډالرو پر وړانډې ارزښت لوړ شو. همداشان ددې سره سم د استانبول د اسهامو په بازار کې د قیمت بها سندونو بیه هم لوړه شوه.
د ترکیې اقتصادي کارپوهانو ویلي دي چې دا یو ډیر مثبیت سیګنال دی. په ترکیه کې د بهرنیو پانګه والو لپاره ډیر ښه فرصتونه شتون لري. په ترکیه کې د حکومتي سیستم د بدلیدو سره به پانګه والو ته لا زیات فرصتونه رامنځته شي.