د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « جرمني ته د سفر تیاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ډیر مهم ورکړل. ولسمشر اردوغان د جرمني لخوا د ترکیې د وزیرانو د غونډو د لغوه کولو په غبرګون کې په اروپا کې په میشتو ترکانو غږ وکړ « د ټولو خنډونو سره سره لاړ شۍ او د اپریل د ۱۶ مې په ټولپوښتنه کې د ګډون په خاطر خپلې رایې وکاروئ. ستاسې د رایو کارول د لویدیځې نړۍ لپاره تر ټولو ښه ځواب دی. »
ولسمشر اردوغان وویل چې هیڅوک د ترکیې نه بهر د میشتو هیوادوالو سره زمونږ اړیکې شلولی نشي. زمونږ په منځ کې واټن پیدا کولی نشي. ولسمشر اردوغان وویل غواړي چې په جرمني کې د میشتو ترکانو سره د نږدې نه وویني. زمونږ ملګري پدې اړه په پروګرامونو کار کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر: زمونږ هدف په لسو کلونو کې لس زره میګاواټه برښنا ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق د امریکا د تکساس ایالت د هاوس ټون په ښار کې په جوړ شوي د انرژۍ په کنفرانس کې ګډون وکړ. هغه دلته ګډوالو ته په وینا وکړه او ځینې پوښتنې ځواب کړې . وزیر البیرق د IHS د انرژۍ د نړۍوال مشروتي شرکت د ریس مرستیال دانیال یارګین پوښتنو په ځواب کې وویل چې ترکیه د هیدرو الکتریک، لمر او بادي انرژۍ په څیر دوامداره انرژۍ په برخه کې ځانګړې پوتانشیل لري. ترکیه په پام کې لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې د لمر او باد نه لږ تر لږه لس زره کیلوواټه برښنا ترلاسه کړي.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د یونان د اروپايي چارو مسول وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر سرپرست یورګوس ویلي دي ، په پام کې لري چې ترکي وګړو ته د یونان په ټاپوګانو کې په سرحدي دروازو کې د ویزې ورکولو بهیر د یو بل کاله پورې وغځوي. هغه وویل چې پدې اړه د اروپا کمیسیون ته وړاندیز شوی دی چې په راتلوونکو ورځو کې به يي ځواب ترلاسه کړو.
هغه زیاته کړه چې ترکيې وګړو ته د یونان په ټاپو ګانو کې په سرحدي دروازو کې د ویزې د ورکولو د بهیر د ځنډیدو نه وروسته حکومت له سره ددې بهیر د پیلولو په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې. د حکومت د هلو ځلو مثبته پایله ورکړه . د اروپا د کمسیون د کډوالۍ د چارو غړي پرون په بروکسل کې د مسلې په اړه د ټاپو ګانو ښاروالانو ته په سرحدي دروازو کې د ویزې ورکولو په خاطر د یو کال لپاره صلاحیت ورکړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د پارلمان وکیل ته د وفا جایزه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د دیني چارو د ریاست وقف سږ کال د ښې ګڼې په برخه کې د ۱۲۰۰ پيښو د څیړولو سره ۷ تنه د ښې ګڼو د جایزو لایق وګڼل. همداشان یاد شوی وقف د ترکیې د پارلمان یو تن وکیل ته د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت لخوا د ترسره شوې کودتا پر مهال د ښودلي میړانتیا له امله د وفا جایزې لایق وګنه.
د ترکیې د دیني چارو ریاست به د مارچ په ۱۲ مه نیټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په مستحقینو جایزې وویشي.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان د هیواد د کرنۍ او مالدارۍ د وزارت لخوا د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په ویاړ په جوړه کړې غونډه کې ګډون وکړ. آمنې اردوغان « ددې خاورې ښځې د کرنۍ د ملي روحیې سره یوځای کیږي » د سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل « د پوهاوي سره د کرنۍ ترڅنګ باید د خپلو ماشومانو د دماغونو د جوړولو په برخه کې هم باید کار وکړو. زه د ترکیې په میړانه میرمنو پوره باور لرم. د هغوې په بصیرت او لارښونې پوره باور لرم . د هر څه ډیر د هغوې په زړونو پوره باور لرم. د جولای په ۱۵ مه د کودتا په شپه د کودتاچیانو په مقابل کې د ترکیې د ښځو میړانتیا ټولې نړۍ معلومه شوه . ټولو ددې میړانتیا شاهدي وکړه. ددې هیواد میړانه میرمنو د نارینو سره څنګ په څنګ د کودتاچیانو د توپ او تانکونو پر وړاندې خپل ځانونه سپر کړل.