د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « جرمني ته غبرګ خبرداري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د جرمني پر خلاف د سخت غبرګون او خبرداري نه وروسته د ترکیې د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي هم سخت غبرګون وښود او د ولسمشر اردوغان نه د ملاتړ اعلان وکړ. ولسمشر اردوغان تیره ورځ ویلي وو « که وغواړم جرمني ته درشم هیڅوک زما مخه نیولی نشي، او که چیرې زما د سفر مخه ونیسۍ ټوله نړۍ به په یوه خپه ودروم. » داځل د ترکیې د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي د جرمني لخوا د ترکیې وزیرانو د غونډو پر وړاندې د خنډونو د جوړولو له امله سخت غبرګون وښود . هغه وویل ولسمشر اردوغان یواځی ندی. که چیرې هغه وغواړي چې جرمني ته لاړ شي زه هم حاضر یم چې ورسره لاړ شم. د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن د ملیت پالو غورځنګ د ګوند د مشر ددې غبرګون او ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه وویل چې ښاغلي باغچلي ملي او اصیل چلند وکړ.
د خبرترک ورځپاڼې « د اردوغان سیاسي راتلونکی د سیمې لپاره ځانګړې اهمیت لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه د ریاستي سیستم په خاطر ترسره کیدونکي ټولپوښتنې بهیر د نږدې نه تعقیبوي. ویاند ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې ډیره مهمه سیاسي څیره ده. د ولسمشر اردوغان سیاسي راتلونکی د منځني ختیځ لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې د منځني ختیځ لپاره په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې حل ، انرژۍ سیاسیتونو او امنیت په اندازه د ولسمشر اردوغان سیاسي راتلوونکی هم ځانګړی اهمیت لري.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د اقتصادي ودې تحمل نلري » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کار او ټولنیز امنیت وزیر محمد موذن اوغلو د ترکیې په اړه د اروپا د لید په مسلې ارزونې وکړې. هغه وویل اروپا چې د کومې ورځې نه اوریدلي دي چې ترکیه به د نړۍ تر ټولو په لویو لسو اقتصادونو کې ځای ونیسي وار ترینه خطا شوی دی . ځکه چې اروپا ترکیې اقتصادي وده تحمل کولی نشي. هغه وویل د همدې امله ځینې د شر کاسې په ترکیه کې د امنیتي ستونزو په رامنځته کولو سره د اقتصادي ودې د پرمختګ مخه نیسي خو هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسیږي. ترکیه د دې ټولو سره سره اقتصادي ودې ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د نوي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د استخدام کچه د پام وړ لوړه شوې ده . هغه وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې په ترکیه کې د ټولو امنیتي ستونزو او حتا کودتا سره سره اقتصادي ودې دوام وکړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د نړۍ ښځې هیرې کړي ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا د نړۍ په یو زیات شمیر سیمو کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په خاطر د هغوې لپاره ډول ډول کورسونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. ترکیې پدې وروستیو کې بیا په ماداګاسکار کې د ښځو لپاره د مسلکي زده کړو مرکز پرانیست. همداشان یادې شوې ادارې په نوموړي هیواد کې په معیوبینو برقي بایسکلونه او نورې اړتیاوې وویشلې. همداشان په ازبکستان کې د متشبصو ښځو د ټولنې ودانۍ جوړه کړه. همداشان د افغانستان د جوزجان په ولایت کې د ښځو لپاره د قرانکریم، خیاطۍ، کمپوټر، ګلدوزۍ، نقاشۍ او ډول ډول نور کورسونه جوړ کړي دي.
همداشان په مونتینګرو کې د ښځو د پناه اخیستو مرکز ودانۍ جوړه کړه. پدې مرکز کې ښځو لپاره د غالینو اوبدولو، ګلدوزۍ، نقاشۍ او یو زیات شمیر نورو برخو کې مسلکي کورسونه جوړ کړل. د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د ښځو مرکز ته یو زیات شمیر د ګنډولو ماشینونه او د خیاطۍ سامان آلات ورکړل.
د عراق د کرکوک په ښار کې د ترکمن ښځو د ټولنې سره ډیرې زیاتې مرستې وکړې. په کوسووا کې د ترکي متخصصینو لخوا ښځو ته په جلا جلا برخو کې کورسونه جوړ کړې شول. د نیپال په پلازمینه کاټمنډو کې په نږدې ۴۰۰ ښځو مسلکي توکي او سامان آلات وویشتل.
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو وفاداره پلویان ترکان دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترک تیلیکام د سوداګریزو اعلاناتو نوې څیرې د نړۍ نامتو فوټبالر کرستیانو رونالدو ویلي دي چې د ترکیې او ترکیې د خلکو سره ډیره زیاته مینه لري.
هغه وویل چې په ترکیه کې د فوټبال مینه وال او پلویان په نړۍ کې تر ټولو وفاداره پلویان دي . ترکیې ته د سفر پر مهال ډیر خوښ وم او ډیر خوندور سفر وو. غواړم چې بیا ترکیې ته لاړ شم . هغه وویل چې ترکیې خلک د فوټبال او ټکړه فوټبالرانو سره ډیره زیاته مینه لري. هغه وویل چې د رخصتۍ تیرو په خاطر په پام کې ده چې ترکیې ته سفر وکړي.