د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي تیره ورځ د سهار په ۸ بجو او ۴۰ دقیقو د سوریې د الباب په سیمه کې روسي جنګي الوتکې چې په داعش د هوايي بریدونو په موخه الوتنه کړې وه په خطايي کې په ترکي سرتیرو هوايي برید وکړ. د ترکیې لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه ترکي سرتیري په شهادت ورسیدل او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی. د پيښې نه وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. پوتین د نوموړې پیښې په اړه ژوره خفګان څرګند کړ د پيښې په اړه يي د تحقیقاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « د رقه د عملیاتو نه مخکې باید باامنه سیمه جوړه شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې امریکا متحده ایالتونو ته چې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې په اصلي مرکز رقه ښار باندې په عملیاتو پيلولو ټینګار کوي د خپل پلان سره ځوان ورکړ.
انقرې امریکا ته ویلي دي چې د باامنه سیمې جوړولو او د پي واي ډي ترهګرې ډلې د صحنې نه لرې کولو نه پرته د رقه عملیات هیڅ ګټه نکوي. همداشان په رقه ښار باید د سویلي لوري نه عملیات پيلول د اسد د رژیم د ځواکونو سره د نښتې احتمال پیدا کوي. په رقه باید د تل ابیض له لارې عملیات پيل شي. ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیې دا پلان په قصدي ډول د اسد د ځواکونو سره د ترکي ځواکونو د مخامخولو د مخنیوي په خاطر جوړ کړی دی .
د صباح ورځپاڼې « د امریکا د استخباراتو د مشر سره د رقې د عملیاتو په مسلې خبرې وشوې » د امریکا د مرکزي استخباراتو نوی مشر مایک پوم پیو لومړنی بهرنی سفر ترکیې ته وکړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ سره د ټیلیفوني خبرو نه ۲۴ ساعته وروسته د امریکا د استخباراتو مشر ترکیې ته راغی. د ویلو ده چې ټرامپ ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د رقه په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د عملیاتو پلان نه یادونه کړې وه.
ترکیې د امریکا د استخباراتو د مشر سره پدې پلان خبرې وکړې او د امریکا نه يي د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو سره د وسلو او مهماتو د مرستې پرې کولو غوښتنه وکړه.
ترکیې د امریکا د استخباراتو مشر ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه یوځل بیا اسناد او شواهد وړاندې کړل.
ترکیې د امریکا نه فتح الله ګولن هر څه ژر ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه.
وطن ورځپاڼې « نړۍوال بانک د مالیې مرستې ژمنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، نړۍوال بانک د تاناپ د ګازو د نللیکې د پروژې په خاطر د ترکیې د ګازو د نللیکو او د نفتو شرکت ته ۴۰۰ میلیونو ډالرو پوره ورکولو ژمنه وکړه. همداشان نړۍوال بانک په ترکیه کې د ګازو د ډیپوګانو په خاطر د مالي مرستې لپاره تیاری وښود.
د نړۍوال بانک د اروپا او منځنۍ اسیا د برخو د ریس مرستیال وویل چې په ترکیه کې د ګازو د امنیت د چارو نه ملاتړ کوو. د ترکیې د توزګولو په سیمه کې په کال کې د یو میلیارد متر مکعب ګازو د ذخیره کول په خاطر ډیپوګان جوړ شوي دي. نوموړي وویل هیله لرو چې ترکیه ددې ډیپوګانو ظرفیت لاپسې لوړ کړي.