د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719311651)
د ینې شفق ورځپاڼې « د هیواد دننه او بهر د داعش تصفیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف تر ټولو پياوړې مبارزې ته دوام ورکوي د یادې شوې ترهګرې ډلې پر خلاف عملیاتو ته زور ورته کړی دی .
ترکیې د داعش ترهګرې ډلې ته په سوریه کې د ستر ګوزار ورکولو نه وروسته داځل د هیواد ددننه د ریښو په وچولو پيل کړی دی . د ترکیې امنیتي ځواکونو پرون د هیواد د استانبول، انقرې، ازمیر او شانلي اورفا ولایتونو په ګډون په ۲۸ ولایتونو کې په عیني وخت کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف تصفیوي عملیات ترسره کړل. د ترکیې امنیتي ځواکونو د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې په سلګونو پټنځایونو او کورونو چاپې واچولې. د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۶۹۰ تنه شکمن ونیول شول.
د بله پلوه د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د الباب په سیمه کې د داعش پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې د داعش د الباب د والي ابو خالد اردني په ګډون په لسګونو تنه ترهګر ووژل. د هیواد لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د هیواد د قوتونو د قومندانانو په ملګرتیا د غازي انتب او کیلیس په ولایتونو کې د سوریې سره په پوله کې د پرتو ځواکونو نه لیدنه وکړه. همداشان لوی درستیز په سیمه کې د میشتو ځواکونو د قومندانانو سره په سوریه کې د روانو عملیاتو او وروستیو پرمخګتونو په اړه معلومات واخیستل.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه په فلسطین کې پانګه اچونې ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه په پام کې لري چې د اسراییلو سره د ازادې سوداګرۍ په تړون بیا کتنه وکړي. ترکیه غواړي چې په فلسطین کې استخدام ته لار اواره کړي. ترکیه په پام کې لري چې د فلسطین د جنین په ښار کې د نساجۍ، زیتون غوړو، کرنیزو ماشین آلاتو او درملوپه ګډون یو زیات شمیر فابریکې جوړې کړي. ترکیه به پدې فابریکو کې د فلسطین ساخت په تولیداتو پیل وکړي.
د ترکیې د صنعتي پارکونو ادارې ویلي دي چې پدې برخه کې به د ترکیې د سوداګریزو خونو د ټولنې د تجربو ګټه پورته کړي. د هغوې نه به د مرستې غوښتنه وکړي.
ترکیه به د فلسطین خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د وطن ورځپاڼې « د صفر نه د ریکاټ ماتولو پورې » د سرلیک لاندې لیکلي دي تر ۲۰۲۳ کاله به د استانبول ښاري میترو یا د مځکې لاندې د ریل ګاډي سیستم د نیویارک د میترو سیستم نه وروسته د نړۍ تر ټولو اوږد د میترو په سیستم بدل شي.
ترکیې ۱۷ کاله مخکې د استانبول د تقسیم او لونت د سیمو ترمنځه د میترو لومړنۍ کرښه پرانیسته او په فعالیت يي پیل وکړ. په استانبول کې په لومړني پړاو کې یواځې د ۸عشاریه ۵ کیلومترو په اوږدوالي سره د میترو په فعالیت پیل وکړ. نن ورځ په استانبول کې ۱۵۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د میترو شتون لري. په ۱۵۶ کیلومترو نورو باندې کار روان دی. تر ۲۰۱۹ کاله به په استانبول کې د ۴۸۹ کیلومترو په اوږدوالي سره د میترو سیستم جوړ شي. همداشان هدف ۱۰۰۰ کیلومتره دی. تر ۲۰۲۳ کاله به د استانبول د میترو لمن ۱۰۰۰ کیلومترو ته وغځول شي.
د صباح ورځپاڼې « د جرمني د درشپیګل مجلې د فتح الله ګولن په اړه اعتراف وکړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي د درشپیګل مجلې بالاخره د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه اعتراف وکړ. دې مجلې ویلي دي چې اوس پدې ښه پوه شوي دي چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په کومه اندازه خطرناک سازمان دی. یادې شوې مجلې د فتح الله ګولن نه د مشکوک شخص په توګه یادونه وکړه . یادې شوې مجلې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې « دې ترهګریز سازمان د کلونو کلونو راهیسې په ډیر هوښیارۍ او چل او ول د ترکیې ټولو دولتي اداراتو ته لار پيدا کړه او ریښې پکې وځغلولې. دې سازمان په ترکیه کې په دولتي اداراتو کې د خپل قوت نه تل ناوړه ګټه پورته کوله او هر څه چا چې به ددوی د راضونو نه پرته پورته کوله هغه به يي سمدلاسه د صحنې نه بهر کولو.
یادې شوې مجلې په خپور کړي خبر کې په جرمني کې د یاد شوي ترهګریز سازمان د فعالیتونو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړی دی.