د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

664487
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  « د جرمني د لومړۍ وزیرې پر وړاندې د ولسمشر اردوغان سخت غبرګون »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  په انقره کې  د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره  دوه په دوه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  دلته د جرمني  د لومړۍ وزیرې مرکل لخوا داعش ترهګرې ډلې نه  د اسلامیست ترهګرو په توګه د یادونې په اړه سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې  داعش ترهګرې ډلې نه د اسلامیست ترهګرو په توګه یادونه  مسلمانانو  ته سپکاوی دی. مسلمانان  ناراحته کوي. داعش لپاره باید دا ډول کلمه ونه کارول شي. اسلام او ترهګري باید څنګ په څنګ  کینښودل شي. ځکه چې د اسلام د کلمې معنا  سوله ده.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې لومړي وزیر لخوا ټرامپ، مرکل او چیپراس ته جلا جلا پيغام  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د خبري رسنیو د استازو سره په لیدنه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. لومړي وزیر ییلدرم  د یونان لخوا  ترکیې ته  د ۸ تنو کودتاچیانو  د نه سپارولو د پریکړې په اړه وویل « پدې اړه مې د یونان لومړي وزیر چیپراس ته  لیک استولی دی. په لیک کې مې د هغه نه  د حقوقو په چوکاټ کې پدې پریکړې د بیا کتنې او کودتاچیان ترکیې ته د سپارولو  غوښتنه کړې ده .»

همداشان  لومړي وزیر  ییلدرم  د جرمني لومړۍ وزیرې مرکل ته په پیغام کې وویل چې « د څو تنو ترهګرو او بیلتون غوښتونکو  د خوښې په خاطر  په جرمني کې د درې نیم میلیونو تنو ترکانو  په رایو سترګې مه پټوۍ. »

لومړي وزیر  د امریکا  نوي ولسمشر ټرامپ ته هم  پیغام واستوه. هغه وویل چې د ټرامپ نه مونږ  درې غوښتنې لرو. لومړی  د جولای د ۱۵ مې کودتا  اصلي معمار فتح الله ګولن ترکیې ته سپارل دي. دویم  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګې پي وای ډي سره  د مرستو او اړیکو پرې کول دي. په ترکیه کې د امریکا  په اړه  د اذهانو د ښو کولو په خاطر د بعضو ګامونو اوچتول  دي.

د صباح ورځپاڼې  «  ترکیه د بهرنیو پانګه والو لپاره د جاذبې مرکز  دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې حکومت ۲۳ ولایتونه د جاذبې په مرکز  د بدلولو په خاطر  خپل پلان  اعلان کړ. دې پلان پانګه وال هیجاني کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې  پدې ۲۳ ولایتونو کې د پانګه اچونې په خاطر  په  ۷ ورځو کې  ۱۹۵ بهرنیو پانګه والو په ګډون ۱۲۰۰ تنو د پانګه والۍ په خاطر  مراجعه کړې ده .

په بهرنیو پانکه والو کې  ډیری  د ایران ، جرمني او فرانسې شرکتونه  شتون لري.

د وطن ورځپاڼې  « ګاونډې هم  درسره  راواخله او راشه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د هیواد  د ګرځندوی د سکتور د استازو سره  لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان  دلته  په وینا کې د هیواد نه بهر میشتو ۵  میلیونو تنو ترکانو ته  د رخصتۍ د تیرولو په خاطر  ترکیې ته د راتګ بلنه ورکړه. ولسمشر اردوغان  د هیواد نه بهر په میشتو ترکانو غږ وکړ چې  لږ تر لږه  یوه اوونۍ رخصتۍ په خاطر  ترکیې ته ترجیح ورکوۍ. خپل ګاوندي هم  د ځان سره راولۍ  او ترکیې ته راځۍ. ودونه او خپل نور مراسم په خپل وطن کې  د خپل رسم او رواجونو سره  سم ترسره کوۍ . همداشان ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې  د بهرنیو شرکتونو  په بهرنیو کارکوونکو غږ وکړ چې  « ستاسې لپاره مو  ډیر ښه فرصتونه په نظر کې نیولي دي. د رخصتۍ تیرولو په خاطر  ترکیې ته ترجیح ورکوۍ. ولسمشر اردوغان وویل چې  په پام کې لرو  چې سږ کال د ګرځندویانو شمیره  ۸ میلیونه تنه لوړه کړو.

د ینې شفق ورځپاڼې  هم  د ترکیې د ګرځندوی په اړه  خبر ته ځای ورکړی دی . ورځپاڼې  د ګرځندوی د نړۍوال فورم  د ریس  بولوت باغجي  له قوله لیکلي دي چې  د ترکیې د ګرځندوی سکتور به  تر ۲۰۱۸ کال  پورې  لا لوړې سويي ته ورسیږي.

هغه وویل لکه څرنګه چې په خلیجو هیوادونو لپاره تیل مهم  دي، د روسیې لپاره ګاز د ترکیې لپاره د ګرځندوی سکتور ځانګړې اهمیت لري. هغه وویل چې  د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه به په استانبول کې د ګرځندوی نړۍواله غونډه جوړه شي. دا غونډه  د ګرځندوی د داوس  په څیر  اهمیت لري.



اړوند خبرونه