د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

662171
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « د سټند ایند پورز او فیچ سازمانونو ته د څپیړې په څیر ځواب »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د اسهامو په بازار کې  د ګران بیه سندونو بیه  تر ټولو  لوړې  سویې ته رسیدلې ده . په خبر کې راغلي دي چې  د نړۍوالو اقتصادي درجه بندیو سازمانونو چې په ترکیې  د اقتصادي بریدونو لپاره  نسټونې بډوهلي دي او د نورو په اشاره  غواړي چې  په ترکیې اقتصادي  فشارونه راولي  خپلو شومو موخو ته ونه رسیدل. ورځپاڼې  لیکلي دي نوموړو سازمانونو  د تیرې جمعې ورځې په ناوخته ساعتونو کې  په ترکیې عملیات پیل کړل  چې  غاښ ماتونکی ځواب ورته ورکړ شو.

د ستنډ ایند پورز او فیچ سازمانونو  د ترکیې  د اقتصادي لمبرو په راټیټولو وغوښتل چې  د ترکیې  اقتصاد ته  ګوزار ورکړي  خو خپلو موخو ته ونه رسیدل. ددوې د ټولو  خصمانه کمپاینونو او عملیاتو سره سره  د ترکیې قیمتي سندونو بیه  پرون تر ټولو  لوړه شوه.

د سټار ورځپاڼې  «  د اقتصادي درجه بندیو سازمانونو د ترکیې سره زیاتی وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جاپان  د اقتصادي درجه بندیو  د سازمان د اسیا د څانګې  مشر اورخان اوکمن  ویلي دي چې  د اقتصادي درجه بندیو  سازمانونو لخوا  په یو هیواد کې  د مهمو سیاسي  پیښو  او مسلو  پر مهال  د هغوې  اقتصادي لمبرو راټیټول  په اصل کې  زیاتی  دی. هغه وویل چې په ترکیه کې  دم ګړۍ  په استثنايي حالاتو کې قرار لري. پرته د استثنايي حالاتو د په نظر کې نیولو سره د ترکیې  د اقتصادي لمبرو راټیټول  په ښکاره توګه  ددې هیواد سره  زیاتی  او  بې عدالتي ده.

پداسې  یو حساس وخت کې  باید د صبر او حوصلي نه کار واخیستل شي .

د وطن ورځپاڼې  « په ترکي بانکونو  باور  د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو  دی»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي بانکونو د مشترکیو  د باور  او ډاډ په برخه کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د بانکونو نه خپه اړولې ده. د EY  د تفتیش او مشورو نړۍوال شرکت  په ۳۲ هیوادونو کې  د څه باندې ۵۵ زرو تنو سره  د بانکونو په اړه مخامخ  خبرې کړي  او په بانکونو يي  د هغوې  د باور په هغه  د هغوې نظر پوښتلی دی. همداشان  دې شرکت  په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې  په ترکي بانکونو د باور کچه  په نړۍ کې په بانکونو د  باور د کچې د اوسط نه  لوړه ده.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  په جوماتونو  بریدونو کچه لوړه شوې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په کاناډا کې چې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ  لخوا هیواد ته د ګډوالو او ۷ اسلامي هیوادونو  په وګړو د بندیز لګولو په غبرګون کې   د کډوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیستي وې  وړمه  شپه  په جومات  خونړی  برید وشو. په خبر کې راغلي دي چې  د کاناډا د کبک سیټي په ښار کې د مسلمانانو د کولتوري مرکز  په جومات  د ماسخوتن  لمانځه پر مهال  وسله وال برید وشو. په برید کې  ۶ تنه مړه  او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

په خبر کې راغلي دي چې  دا لومړی ځل ندی چې پدې جومات برید کیږي. ددینه مخکې هم  پدې جومات برید شوی وو.

ددې برید نه  څو ساعته وروسته  په امریکا کې  یو جومات  اور واخیسته .په لویديځ کې  میشت مسلمانانو د نوموړو بریدونو په اړه اندیښمن دي. په امریکا  او ځیني اروپايي هیوادونو کې  د جوماتونو ترڅنګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د کانال استانبول  ټاپو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیه  په استانبول کې  د کانال استانبول د پروژې سره  توره بحیره  د مارمرې  د سمندر سره  نخلوي. همداشان  ترکیه  غواړي چې  ددې کانال  د خاورې سره  د سمندر په منځ کې مصنوعي ټاپو جوړ کړي.

د مصنوعي  ټاپو  د جوړولو په خاطر په چارو پیل شوی دی . دا مصنوعي ټاپوګان  به  د تورې بحیر  او مارمرې  د بحیر  د یو ځای کولو  په نقطه کې  جوړ کړی شي. ددې ټاپو ګانونه به د کانال استانبول پروژې سره د مالي مرستې په برخه کې  استفاده وشي. ویل کیږي پدې ټاپو ګانو کې به  کورونه هم  جوړ شي. تمه کیږي چې د کانال استانبول  پروژه  سږ کال داوطلبۍ ته  وړاندې شي.



اړوند خبرونه