د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

661400
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې  «  یونان ته  غوڅ  پيغام  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې  یونان په مقابل کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ۸ تنو غړیو ترکیې ته د نه سپارولو له امله  سخت غبرګون وښود. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار د جګپوړي عسکري هیت په ملګرتیا تیره ورځ  په ناڅاپي توګه  په مدیترانه کې د قادرک  د قومندانۍ  نه  لیدنه وکړه.  د ویلو ده چې  ۲۱ کاله مخکې  ترکیې او یونان  د قادرک  سیمې پر سر  د جګړې  نقطې ته رارسیدلي وو. د ترکیې  لوی درستیز او د قوتونو قومندانانو  د سیمې نه لیدنه وکړه. یونان مطبوعاتو ددې سفر نه یونان ته میدان ډبولو په توګه  یادونه وکړه. دا سفر پداسې حال کې  ترسره شو چې  یونان ترکیې ته د ۸ تنو کودتاچیانو د ورکولو نه ډډه وکړه. د بله پلوه  د ترکیې لوی درستیز د سفر نه مخکې په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې د ترکیې وسله وال ځواکونه  د هیواد مځکې، هوا  او سمندر کې د خپل ګټو نه  دفاع کولو  ته  تیار  دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « تر ۲۰۳۰ م کاله پورې هدف ۲۵۰ جنګي الوتکې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې او انګلستان ترمنځه  د  ترکیې د ملي جنګي جیټ الوتکو د جوړولو  په برخه کې  تفاهم  وشو. ورځپاڼې  لیکلي دي چې دې مسلې  د ترکیې په دننه او بهر کې  د پام وړ انعکاس وموند. ترکیې  په پام کې لري چې  خپله ملي جنګي جیټ الوتکه  جوړه کړي. ترکیه غواړي چې د جنګي جیټ الوتکو په برخه کې  خپلې ټولې اړتیاوې پخپله پوره کړي. ترکیه په پام کې لري چې تر ۲۰۲۳ کاله  لومړنۍ  ملي جنګي الوتکه  جوړه  او ولوزوي. ترکیه  به  په لومړني پړاو کې  ۲۵۰ جنګي الوتکې  تولید کړي.

د خبرترک ورځپاڼې  «  امریکا  خلک  د ولسمشر ټرامپ لخوا د لګولو شوو بندیزونو پر خلاف  مظاهرو ته دوام ورکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  د تیرې جمعې په ورځ  د یو اجرایوي حکم په لاسلیکولو سره  امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راننوتو بندیز ولګول. د امریکا  د ولسمشر دې پریکړې د امریکا سربیره په نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول. د امریکا د پریکړې نه وروسته  په ټوله امریکا کې  د ټرامپ او دې بندیز پر خلاف مظاهرې پیل شوې. په زرګونو تنه  د ټولنیزې مډیا له لارې  د منسجمیدو نه وروسته د نیویارک د هوايي ډګرونو ترڅیرمه  راغونډ شول او د ټرامپ  پر خلاف يي  مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو په مسلمانانو بندیز  نشته  ، مونږ  ټول مسلمانان  یو  په څیر  شعارونه ورکول.

د حرییت ورځپاڼې  «  امریکا د ډیرو مسلمانانو ویزې  کنسل کړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا هیواد ته د ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو په راننوتو د بندیز لګولو نه وروسته  د لسګونو تنو مسلمانانو ویزې  کنسل شوې. تیره ورځ  د په لسګونو تنه  د سوریې او عراق وګړو  چې د امریکا  ویزې درلودې  په هوايي ډګر کې  د خپلو ویزو د کنسلیدو نه  خبر شول. نوموړي  چې د هر څه نه بې خبره  امریکا ته د سفر په خاطر تیاري نیولې وه  په هوايي دګر کې  د امریکا الوتکې ته ورته د پورته کیدو اجازه ورنکړې شوه. نوموړو  ته  وویل شول چې ستاسې ویزې  کنسل شوي دي. د نوموړو مساپرو نه  یو تن د سوریې وګړي  خبري رسنیو ته  وویل چې « دوکاله کیږي چې ښځه او ماشومان  مې په امریکا کې دي. د ډیرو سختو او مشکلاتو سره  مې  ویزه واخیسته. ډیر خوشحاله وم چې خپل ماشومان به ووینم  خو له بده مرغه چې نن راته امریکا ته د سفر اجازه رانکړې شوه. »همداشان  یو تن عراقي وګړی چې د امریکا  ګرین کارټ يي په لاس کې درلود  هم  د الوتکې نه ښکته کړې شو.   

د صباح ورځپاڼې  «  سږ کال ترکیې ته لږ تر لږه ۵ میلیونه تنه روس ګرځندویان راځي»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګرځندوی  نړۍواله غونډه چې  د فبروري په ۱۶ مه نیټه  د دریو ورځو لپاره په استانبول کې جوړیږي د استانبول نه مخکې په مسکو کې  جوړه شوه. په غونډه کې د روسیې  د څه باندې  ۴۰۰ سیاحتي  شرکتونو  مشرانو  په خپلو ویناګانو کې وویل چې  « سږ کال يي تر ټولو  ډیر  ترکیې ته د تګ په خاطر  وړاندیزونه  ترلاسه کړي دي. سږ کال لږ تر لږه  ۵ میلیونه تنه  روس ګرځندویان  ترکیې ته ځي » نوموړو ویلي دي چې  وار د مخه يي  د ترکیې  لپاره  په ریزرویشنونو  پیل کړی دی .

 



اړوند خبرونه