د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719320056)
د سټار ورځپاڼې « ترکیه به لازم ګام اوچت کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړی وزیر بنعلي ییلدرم چې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې عراق ته تللی وو بیرته هیواد ته راستون شو. په خبر کې راغلي دي چې لومړي وزیر ییلدرم عراق نه د راستنیدو نه وروسته د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې « د عراق د حکومت سره د ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف د ګډې مبارزې په برخه کې په تفاهم ورسیدو. »
هغه د عراق د بعشیقه په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د موجودیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « په بعشیقه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د موجودیت یواځنی لامل د ترهګرو پر وړاندې مبارزه ده. ترکیه بله کومه موخه نلري. عراقي چارواکیو ته مو دا خبره په ټينګار سره وکړه. د عراق د سینجار په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د ځای په ځای کیدو په مسلې مو هم په اړخیزه توګه خبرې وکړې. په ښکاره توګه مو وویل چې یا به د عراق ځواکونه او یا پيشمرګه ځواکونه پې کاکا ترهګره ډله د سینجار سیمې نه وباسې او که نوي ترکیه به پدې برخه کې څه چې لازم وي هغه به وکړي. »
د خبرترک ورځپاڼې « د قبرس په اړه د جینیوا مهمه سرمشریزه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قبرس د روانې ستونزې د حل په خاطر د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ولسمشر مصطفی اکنجي او د قبرس د سویلي ادارې مشر نیکوس د ملګروملتونو د سازمان په مشرۍ په جینیوا کې غونډه کوي. په خبر کې راغلي دي چې دواړه خواوې به د جنوري په ۱۱ مه نيټه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. همداشان د جنوري په ۱۲مه نیټه به د ترکیې ، یونان او انګلستان مشران هم د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه پدې سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د حرییت ورځپاېې « ساره قمش ۲۰۱۷ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د قارس ولایت د ساره قمش په ولسوالۍ کې د لومړنۍ نړۍوالې جګړې پر مهال د الله اکبر په غرونو کې د سختې یخنۍ په پایله کې د شهیدو شوو ۹۰ زرو تنو ترکي سرتیرو ۱۰۲ م تلین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنل شو. په خبر کې راغلي دي چې د هیواد د څلورو ګوډونو نه څه بانډې ۲۵ زره تنه په ساره قمش ولسوالۍ کې سره ټول او د الله اکبر غرونو ته چیرته چې ترکي سرتیري په شهادت رسیدلي وو لاریون وکړ. پدې لاریون کې د ترکیې د سپورت او ځوانانو وزیر عاکف چغتای کلچ او د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان هم ګډون کړی وو. لاریون کوونکو د سختې سړې هوا سره سره ۸ کیلومتره په واټن لاریون وکړ او د شهیدانو نه يي د الله اکبر په غرونو کې یادونه وکړه.
د صباح ورځپاڼې « د چای په اصلي ټاټوبي کې د ترکیې چای ته جایزه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په جاپان کې د شنو چای په سیالۍ کې د ترکیې چای لومړنی مقام خپل کړ. پدې سیالۍ کې د چین، کوریا ، جاپان او ترکیې د چای فابریکو ګډون کړی وو. د ترکیې چای پدې سیالۍ کې دوه د سروزرو مډالونه وګټل.