د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اوباما اردوغان ته تسلیت وړاندې کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر اوباما د نوي کال په شپه د داعش لخوا په استانبول کې د شپې په کلب د برید، همداشان د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا په استانبول او قیصري ولایتونو کې د خونړي بریدونو له امله تسلیت او ډاډګیرنه ورکړه. هغه ددې پیښو د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا غوښتنه وکړه. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د ترکیې سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د صباح ورځپاڼې « امریکا باید نور دې رسوايي ته د پای ټکی کیږدي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم پرون په ملي شورا کې خپل ګوند غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې په امریکا سختې نیوکې وکړې . هغه وویل چې نن ورځ یواځې ترکیه ده چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه کوي. امریکا او نور هیوادونه یواځې ننداره کوي. هغوې یواځې د خبرو نه بل څه نکوي. د هغوې یواځنې کار ترکیې ته لا زیات ترهګرو رالیږل دي . په ترکیه کې د لا زیاتې کډوډۍ په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي. د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره د وسلو مرسته کوي. دا ډول چلند د دوستۍ د شان سره نه جوړیږي. هیله ده چې د امریکا نوې اداره دې رسوايي ته د پای ټکی کیږدي.
د حرییت ورځپاڼې « د سوریې اوربند به د نږدې نه وڅارل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیه او روسیه په سوریه کې د اوربند په اړه د لاسلیک کړي تړون په چوکاټ کې د اوربند د څارولو په موخه د سوریې په ځینو برخو کې د څار نقطې جوړوي. همداشان ترکیې او سوریې پریکړه کړې ده چې اوربند به د نږدې نه تعقیب کړي او سرغړونکو باندې به بندیزونه ولګوي. د بله پلوه د تړون له مخې د سوریې د حکومت او مخالفینو استازي به د جنوري په ۲۳ مه نیټه د ملګروملتونو په ګډون د سولې په اړه لومړنۍ خبرې اترې پیل کړي. پدې خبرو اترو کې به د ستونزې د حل په خاطر نقشه جوړه کړي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې نړۍ سره په تجارت کې ریکاټ ټینګ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال کې په نړۍ کې د تجارت کچه ۴ سلنه راټیټه شوې ده د ترکیې صادرات یواځې صفر عشاریه ۸ سلنه راټیټ شوي دي. ترکیې د نړۍ په تجارت کې خپل موقف حفظ کړی دی.
د وطن ورځپاڼې « په انتالیا کې د ځانګړو الوتکو لپاره مخصوص ترمینل جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د دولتي هوايي ډګرونو ادارې د انتالیا د څانګې مدیر عثمان سردار ویلي دي چې ، په پام کې ده چې د انتالیا هوايي ډګر نور هم پراخه شي. هغه ویلي دي چې د انتالیا په هوايي ډګر کې هره ورځ په اوسط ډول سره زر الوتکې ښکته کیږي او الوتنې کوي. په هوايي ډګر کې به د ځانګړو الوتکو لپاره مخصوص ترمینل او د الوتکو لپاره به ځانګړې ورکشاپ هم جوړ کړی شي.