د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

639271
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  «  نړۍوال ایتلاف په کړو ژمنو  عمل نکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  نړۍوال ایتلاف  د الباب د عملیاتو  په برخه کې د ترکیې  سره  د مرستې  ژمنه کړې وه چې له بده مرغه په خپلو ژمنو عمل نکوي  .

ولسمشر اردوغان  د ګینا  د ولسمشر سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان په لویدیځې نړۍ او نړۍوال ایتلاف  د سختو نیوکو سره وویل « لویدیځې نړۍ  یو وخت په مونږ  د داعش سره د مرستو  تورونه لګول. خو نن  چې د داعش پر خلاف  زمونږ  مبارزه  ولیده  ټول  ورک  شول.له بده  مرغه چې  دوی  د داعش سره  لاس یو کړی دی. دوی  نن ورځ  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې دلې څانګې وای پي جي، پي وای ډي   سره  د وسلو او مهماتو مرسته کوي. د هر څه په اړه مونږ  کره اسناد او شواهد لرو. عسکونه او ویديويي فلمونه لرو په لاس کې لرو. په هر صورت  ترکیه نن ورځ  خپله  ستونزه پخپله حلوي. هو د سوریې په عملیاتو کې مو  یو زیات شمیر سرتیري شهیدان شول، زمونږ  د زړونو نه وینې بهیږي  خو هیڅکله به په شا ګام پورته نکړو. ځکه چې  زمونږ  هدف  د ترهګرو نه د پاکې  یوې سیمې  رامنځته کول  دي. »

د وطن ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن امنې  اردوغان  د سوریې د مسلې په خاطر  د نړۍ د ولسمشرانو میرمنو ته  لیکونه  استولي دي. د ولسمشر اردوغان میرمن  په استولي لیکونو کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې  په سوریه کې  د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  انسانیت  وژل کیږي. لکه څرنګه چې نړۍوالې ټولنې  پخوا  په بوسنیا  او رواندا کې  په عام وژنو  سترګې پټې کړې وې  او غوږونه يي ټپ کړي وو  نن ورځ  د سوریې په اړه هم  د عینې کړنو شاهدي کوو. دا چپتیا  او بې پروايي  به  د بشریت په تاریخ کې  د تورې لکې په توګه  ثبت  شي. د یوې مور، یوې ښځې  او یوې انسانې  په توګه  غواړم چې ستاسې  پام  په سوریه کې  روان بشري ناورین ته  راوګرځوم. په سوریه کې د روان بشري  ناورین په اړه  د سترګو نه د اوښکو تویولو پر ځای  باید  یو څه وکړو. د نړۍ ښځو ته  د حرکت بلنه ورکوم.

د حرییت ورځپاڼې  «   د انقرې سره به د همکارۍ کچه  لا پسې لوړه کړو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  وویل چې د روسیې د روانې ستونزې د حل  په خاطر  به  د انقرې او تهران سره د همکاریو کچه لاپسې لوړه کړو. هغه وویل چې  د انقرې او تهران سره  د همکارۍ  په نتیجه کې  د سوریې د حلب  ښار  ازاد  شو. دا  مسله  یواځې عسکري  نه بلکې  سیاسي  اهمیت لري. هغه وویل چې  مسکو، انقره  او تهران به  د اسد رژیم  او مخالفینو ترمنځه  تړون او تفاهم  ته  لار هواره کړي.

د صباح ورځپاڼې  «    د فضا نه د ترکیې انځورونه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  ، د اروپا د فضايي اژانس  یو تن فرانسوي  فضانورد  توماس  د فضا نه د ترکیې د وان د ولایت  د جیهل  انځورونه اخیستې  او د خپل ټویټر حساب له لارې خپاره کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې  فرانسوي  فضانور  د عسکونو لاندې لیکلي دي چې  د وان د جهیل د کنګل نه د جوړ شوي  قلب  په څیر  ښکاري.

د خبرترک ورځپاڼې  « په ترکیه کې د نوي کال د لاترۍ  هیجان  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سږ کال په ترکیه کې د نوي کال  لاترۍ  تر ټولو  لوړه اکرامیه  ۶۰ میلیونه ترکي  لیرې  ټاکل شوې ده .

د ورځپاڼې  د خبر له مخې  ترکیه  د نړۍ  د هغه ۱۱ هیوادونو په کتار کې چې د لاتري  اکرامیه پکې تر ټولو  لوړه  ده  په دریم  کتار کې ځای لري.

اسپانیا  د ۶۳۰ میلیونو ایرو سره  لومړنی  او ایټالیا بیا   د ۱۰۵ میلیونو ایرو  سره  په دویم  کتار کې ځای لري.

 



اړوند خبرونه