د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/530f/0ce0/db85/58466578c15f7.jpg?time=1719342680)
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، « ترکیه لکه څرنګه چې د امنیتي مسلو د حل په برخه کې هلې ځلې کوي پر څنګ کې د هیواد پرمختګ او ودې ته هم دوام ورکوي. ترکیې دا خبره ټولو ته په اثبات رسولې ده . پدې وروستیو کې په ترکیه کې پرله پسې ترهګریز بریدونه او اقتصادي فشارونه دا ټول په نړۍواله کچه کې د ترکیې د بریالیتوب سره تړاو لري. د ترکیې دښمنان زمونږ دا ستر بری زغملی او لیدلی نشي. هیڅوک د ترکیې د ۲۰۲۳ کال د هدفونو پر وړاندې خنډ نشي جوړولی.»
ولسمشر اردوغان ترکیې خلکو ته یو زیری هم ورکړ. هغه وویل چې د OECD نړۍوال سازمان د ترکیې په ګډون ۸ هیوادونه د متوسطو عوایدو لرونکو نه لوړ عوایدو لرونکو هیوادونو په کتارکې داخل کړل.
د سټار ورځپاڼې « د فتح الله ګولن سازمان د داعش او بوکوحرام په څیر ترهګریز سازمان دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک امریکن کمیټې د امریکا د شیکاګو په ښار کې د امریکايي مسلمانانو په کانګره کې په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا د اتلو شهیدانو په اړه ځانګړې غونډه وشوه. د ترکیې د ښځو او ډیموکراسۍ د ملکي ټولنې مرستیالې سمیه اردوغان پدې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د جولای د ۱۵ مې کودتاچیانو پر وړاندې د خلکو د مقامت په اهمیت خبرې وکړې. هغې وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د داعش او بوکوحرام په څیر یو سخت دریځه او افراطي ترهګریز سازمان دی. که چیرې په خپل وخت ددې ترهګریز سازمان د مخنیوي په خاطر لازم ګامونه پورته نشي ټولې نړۍ ته به جدي ګواښ مخامخ کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « ایتلافي ځواکونو د داعش پر خلاف په مبارزه کې ترکیه یواځې پریښوده » د سرلیک لاندې ، د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې نړۍوالې ټولنې او نړۍوال ایتلاف د داعش پر خلاف په مبارزه کې ترکیه یواځې پریښوده. هغه په ځانګړې توګه د سوریې د الباب په سیمه کې د داعش پر خلاف د روانې مبارزې په برخه کې د ترکي ځواکونو نه د ملاتړ د نه ترسره کولو له امله په نړۍوالې ټولنې او نړۍوال ایتلاف سختې نیوکې وکړې.
هغه زیاته کړه چې ترکیې د اګست په ۲۴ مه نیټه د سوریې په شمال کې د فرات سپر په نامه د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹۰۰ کیلومتره سیمه د داعش ترهګرې ډلې د شر نه ژغورلې ده . هغه وویل چې د نړۍوال ایتلاف لخوا پدې عملیاتو کې د ترکیې نه د هوايي ملاتړ نه ترسره کول د منلو وړ خبره نده. هغه زیاته کړه که چیرې دوی مرسته وکړي او که نه ترکیه به د فرات سپر په نامه عملیاتو ته په همدې شان دوام ورکړي او سیمه به د داعش نه وژغوري.
د ینې شفق ورځپاڼې « د الباب نه وروسته د منبیج پلان هم تیار دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړني کوماندو ځواکونه د الباب ښار ته داخل شول. په خبر کې راغلي دي چې نوموړي ځواکونه د داعش نه تصفیه شوې سیمې د ماینونو د پاکوي. په خبر کې راغلي دي چې ترهګرو په ټولو هغو سیمو کې چې د لاسه يي ورکوي په کورونو کې په ډیر مسلکي ډول سره ماینونه ځای په ځای کوي. د ترکیې وسله وال ځواکونه او ازادې سوریې ځواکونه دا ماینونه یو یو شنډوي او سیمه پاکوي. په خبر کې راغلي دي چې د الباب د نیولو نه وروسته وار سوریې د منبیج د سیمې دی چې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګې پي وای ډي تر کنټرول لاندې دی. د منبیج د حرکاتو په خاطر پلان جوړ شوی دی . د پلان له مخې د الباب د نیولو نه وروسته به د لسو ورځو په دننه کې د منبیج عملیات پیل شي.
د بله پلوه امریکا متحده ایالتونه د پې وای ډي ترهګرې ډلې ته د الوتکو ضد وسلې ورکولو ته تیاری نیسي. د پي وای ډي سره د الوتکو د ضد وسلې مرسته په اصل کې د ترکیې په مقابل کې د ترهګرو نه ملاتړ کولو ښکارندويي کوي. ځکه چې داعش ترهګره ډله الوتکې نلري .