د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې نه نړۍ ته د انسانیت درس » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پداسې حال کې په حلب کې په روانې انساني تراژیدۍ ټولنې نړۍ سترګې پټې کړي دي ترکیې یو ځل بیا د حلب مظلوم او بې ګناه خلکو ته د مرستې لاس اوږد کړ. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هلو ځلو او قوي ډیپلوماسۍ په پایله کې لومړی د حلب په ښار کې اوربند ټینګ کړی شو. هماشان د پرون نه په اعتبار سره د حلب د ختځ کې د محاصرې لاندې سیمو نه د ملکي وګړو او ټپیانو په تخلیه کولو پیل وکړ. ترکیې د حلب ښار څه باندې ۸۰ زرو تنو کډوالو ته د ادلیب د ښار ترڅنګ د یو لوی کمپ د جوړولو په خاطر تیاري ګانې سرته ورسولې. د ترکیې سره میاشت او د بیړنیو حالاتو او ناورین اداره به په لومړني پړاو کې لسو زرو تنو کډوالو ته یو ستر کمپ جوړ کړي او سرپناه به ورته برابره کړي.ترکیه د حلب ټپیان د درملنې په خاطر ترکیې ته راولي .
د ینې شفق ورځپاڼې « لومړی باید د حلب ستونزه حل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې « حلب د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د اور په لمبو کې سوځي. په حلب کې د نړۍ د سترګو پر وړاندې روان وحشت د انسانیت په نامه یو لوی شرم دی. که چیرې د سوریې د ستونزې حل غواړۍ لومړی باید د حلب ستونزه حل شي. د حلب ستونزه د سوریې د ستونزې د حل لپاره مهم شرط دی. »
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیې په حلب کې د اوربند د ټینګولو په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مرکل او امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره يي جلا جلا لیدنې کړي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د حلب ښار نه د ملکي وګړو د تخلیې چارې د نږدې نه تعقیبوي.
د حرییت ورځپاڼې « اروپايي ټولنې د ګټې پر ځای توان کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپايي ټولنې ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان د ترکیې او اروپاييټولنې ترمنځه د کډوالو د تړون په اړه وویل چې « اروپا ددې تړون په اړه خپل مسولیت او زمونږ شرطونه پر ځای کړي ندي. که چیرې اروپا هر څه ژر د ترکانو لپاره د ویزې معافیت رامنځته نکړي او پدې اړه بیړني ګامونه اوچت نکړي ترکیه به لازم ګامونه اوچت کړي. »
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د سلووانیا د ولسمشر بوروت پاهور سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې .ولسمشر اردوغان په خبري غونډه کې د اروپا لخوا ترکي وګړو ته د ویزې د معافیت د مسلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « که چیرې اروپا د ویزې د معافیت په برخه کې لازم ګامونه اوچت نکړي، او د ترکیې سره کړې ژمنې عملينکړي او تهد شوي مرستې د ترکیې سرې میاشتې ته ونه رسوي، ترکیه به ب او ج پلانونه عملي کړي. د خپل مسلم حق په خاطر د چا شرطونو منلو ته مجبور نه یو. ځکه چې نن ورځ د اورپا لخوا ترکیې ته هیڅډول کومه ګټه نه رسیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « امریکا ترکیه وستایله » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د داعش پر خلاف د جوړ شوي نړۍوال ایتلاف امریکايي قومندان جنرال ستیفن ټون سند په سوریه او عراق کې د داعش پر خلاف د ترکیې مبارزه وستایله. امریکايي قومندان د سوریې د الباب د سیمې په اهیمت د ټینګار سره وویل « د داعش سیمې نه د الباب د سیمې ژغورل ځانګړی اهمیت لري . د الباب د سیمې د ژغورنې په برخه کې د ترکیې د روانو عملیاتو او هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوو. د ترکیې لخوا روان عملیات د نړۍوال ایتلاف عملیاتو او مبارزې ته هیڅډول کوم زیان نه رسوي. »
هغه د عراق د موصل ښار د بعشیقه په سیمه کې د ترکي ځواکونو په شتوالي د ټینګار سره وویل « ترکي ځواکونو ډیر زیات عراقي ځواکونه روزلي دي چې د موصل د ژغورلو په خاطر ځانګړی اهمیت لري. » هغه وویل چې په سوریه او عراق کې د ترکیې هلې ځلې او مبارزه د ستایلو وړ ده .