د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

630955
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د ترهګرۍ پر وړاندې  په مبارزه کې پوره ملاتړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکېې لومړي وزیر پرون  د چانکایا په ماڼۍ کې  د مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو سره  لیدنه وکړه. د لیدنې نه وروسته د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو او د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي  د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. د مخالفو ګوندونو مشرانو خبریالانو ته وویل چې  ددې غونډې اصلي  موضوع  د تیرې خالي په ورځ په استانبول کې په پولیسو ترسره شوی  خاین او وحشي  برید وو. د هیواد د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو  یو ځل بیا  د یووالي او اتحاد  پیغام ورکړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم پدې لیدنه کې مخالفو ګوندونو مشرانو ته  د استانبول د پیښې په اړه  هړ اړخیز معلومات ورکړل. همداشان لومړي وزیر د مخالفو ګوندونو د مشرانو وړاندیزونه واوریدل. په لیدنه کې مخالفو ګوندونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت نه  د پوره ملاتړ اعلان وکړ. د ترکیې د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو  په خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت ته  پوره  ملاتړ کوو. همداشان د ملیت پالو غورځنګ ګوند  مشر دولت باغچلي هم  په ټینګار وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  د تل په څیر نن هم  د حکومت نه قوي ملاتړ کوي. هغه وویل چې دا د ټولو هیواد ګډه مسله  ده او ټول ترینه پرته د کوم قید او شرط نه ملاتړ کوي.

د سټار ورځپاڼې  «  د اسد د رژیم  درواغ  رسوا  شول  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ملګروملتونو کې د سوریې دایمي  استازي  بشار جعفري  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د عراقي  یو تن عسکر عکس  چې  د ملکي وګړو سره مرسته کوي  د سوري عسکر په توګه  نړۍ ته  وښود چې  درواغ يي  ډیر ژر  په ډاګه شول. د ملګروملتونو د امنیت شورا تیره ورځ  د حلب په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. په ملګروملتونو کې د سوریې دایمي استازي هم  پدې غونډه کې  ګډون وکړ  او وینا يي وکړه. بشار جعفري  د پخوا په څیر  یو ځل بیا  وغوښتل چې د نړۍ په سترګو کې خاورې واچوي . هغه  د عراقي سرتیري  عکس چې د ملکي وګړو سره  مرسته کوي  ټولو ته وښود او وویل چې سوري سرتیري د ملکي وګړو سره  ښه چلند کوي.خو د هغه درواغ  افشا شول.

د وطن ورځپاڼې  «  امریکا د پې کاکا ترهګرې ډلې څانګې پي وای ډي ته  یو ځل بیا وسلې ورکړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، امریکا متحده ایالتونو پرون یو ځل بیا  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې څانګې پي وای ډي ته  ډیرې زیاتې  وسلې  ورکړې . د امریکا  ټرانسپورتي  چورلکو  پرون د سوریې د عین العرب د سیمې په سویل کې  د پي وای ډي ترهګرې ډلې ته  وسلې  ښکته کړې. امریکا  د یوې میاشتې په دننه کې  د ۱۳ م ځل لپاره  سیمه کې وسلې او مهمات  ښکته کړل. امریکا  پرون  پي وای ډي ترهګرې ډلې ته  ضد د ټانک او الوتکو وسلې ، راکټونه، اتوماتیک سپکې وسلې  او یو زیات شمیر  عسکري  مهمات  او تجهیزات  ښکته کړل.

د بله پلوه  دا وسلې پداسې حال کې  د پي وای ډي ترهګرې ډلې ته ورکول کیږي چې  استخبارات ترلاسه شوي چې  یاده شوې ترهګره ډله غواړي  د الباب او ممبیج په سیمه کې  د ترکیې په وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې په ځواکونو بریدونه وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې «  د اروپا لخوا ترکیې ته د ترهګرو نه د نه اعاده کولو حقیقت په ډاګه شو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو ته  د پې کاکا، فتح الله ګولن او ډي اچ کا پي جي  ترهګرو ډلو  د یو زیات شمیر غړیو  د اعادې غوښتنه کړې ده . ترکیې  د اروپا سره  د مجرمینو د اعادې د تړون له مخې  دوی ته ددې ترهګرو د سپارولو غوښتنه کړې ده  خو له بده مرغه چې اروپا  دا غوښتنه  ردوي. اروپا  نوموړو ترهګرو ته  د سیاسي مجرمینو په چوکاټ کې  پناه ورکولو ته دوام ورکوي. اروپا د سیاسي مجرمینو په بهانه  ترهګرو ته  تابیعت  او یا د اوسیدو اجازه ورکوي  او ترکیې ته بهانې کوي. دا کسان په اصل کې  یو هم  سیاسي  مجرم  ندی. بلکې ټول  هغه کسان دي چې په ترکیه کې په پولیسو خونړي بریدونه کړي ، چاودنې کړي، په دولتي اداراتو يي وسله وال بریدونه کړي، په ښوونځیو بمی بریدونه کړي  او داسې نور.

د صباح ورځپاڼې  «  د ترکیې خلکو د ولسمشر اردوغان غوښتنه  ومنله »  د سرلیک لاندې لیکي دي ، پدې وروستیو کې  د ډالرو پر وړاندې د ترکي لیرو د ارزښت د راټیټیدو نه وروسته ولسمشر اردوغان  په هیوادوالو غږ وکړ چې خپل ډالرو او ایرو  مات کړۍ  او ترکي لیرې  راونیسي. ولسمشر اردوغان د هیوادوالو نه غوښتنه وکړه چې  په ډالرو او ایرو نه بلکې په سروزرو  او ترکي لیرو پانګه اچونه وکړۍ. په ترکیه کې پدې اړه ستر کمپاین پیل شو. ولسمشر اردوغان په هیوادوالو غږ وکړ چې د ترکیې دښمنان  چې د عسکري لارې د کودتا  کولو سره ناکام شول  دا ځل غواړي چې پدې ډول په مونږ کودتا وکړي. هیوادوالو ولسمشر اردوغان  غوښتنې ته لبیک ووایه او په یو ورځ کې  یو عشاریه ۷ میلیارده ډالره بازار  ته وړانډې شول.

د ترکیې د بانکونو د تفتیش  ادارې  ویلي دي چې  د دسمبر په ۷ مه نیټه  هیوادوالو  په بانکونو کې  ۱۹۲ میلیارده او ۴۶۰ میلیونه ډالره  پیسې  درلودې چې په دسمبر په نهمه نیټه  دا رقم ۱۹۰ میلیارده ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شو. یعنې په یو ورځ کې  هیوادوالو ۱ عشاریه ۷ میلیارده ډالره  بازار ته وړاندې کړې او په بدل کې ترکي لیرې او سره زر راونیول.



اړوند خبرونه