د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

621223
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « محمود عباس د اذان په مسله کې د اردوغان نه مننه وکړه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فلسطین ولسمشر محمود عباس پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان  محمود عباس ته  یو ځل بیا  د الفتحه  ډلې  د مشر په توګه  د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله. ولسمشر اردوغان  د محمود عباس سره په ټيلیفوني خبرو کې  د اسراییلو لخوا په لوړ غږ په اذان د بندیز لګولو اړوند  اقداماتو په اړه اندیښنه وښوده. عباس  پدې برخه کې  د نه سټرې کیدونکو هلو  ځلو  او پاملرنې له امله  د ولسمشر اردوغان نه  مننه وکړه.

د ویلو ده چې  د اسراییلو ولسي جرګې په پام کې وه چې پرون  په اذان د بندیز لګولو اړوند د قانون په مسودې رای اچونه وکړي  چې تر نامعلومه نیټې  وځنډول شوه. د بله پلوه  د اسراییلو د ولسي جرګې  یو تن  عرب وکیل جمال  ویلي دي چې « د اسراییلو په ولسي جرګه کې  د اذان سره  مخالفت کوونکو وکیلانو  اصلي  درد په لوړ غږ اذان  ندی ، بلکې ددوې  اصلي درد  د اذان محتوا  دی. دوی  په اصل کې د اذان  معنا  او محتوا  ناراحته کړي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « ترکي پانګه والو ته په سعودي عربستان کې اسانتیاوې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي په ګډون  د ترکیې او سعودي عربستان د سوداګرو د شورا په ګډه غونډه کې  د ترکیې او سعودي عربستان د شرکتونو ترمنځه ۸ جلا جلا مطابقتونه  لاسلیک شول. د سعودي عربستان سوداګرۍ او پانګوالۍ  وزیر  مجید بن عبدالله القصبي  د  بهرنیو اقتصادي اړیکو د ادارې لخوا په استانبول کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې  «  د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځه د پانګه والۍ په برخه کې د اړیکو د پراختیا  په خاطر د سعودي عربستان ټولې وزارت خانې  او دولتي ادارې خپل ټول امکانات  سفر بر کړي. ددېنه وروسته به ترکي پانګه والو ته  ډیرې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. هغه وویل چې ترکي پانګه والو ته به تجارتي  ویزو په برخه کې هم اسانتیاوې راوستل شي.»

د خبرترک  ورځپاڼې  « د ترکیې ملکي هوايي شرکت په اوړي کې د ټایلنډ پوکټ ټاپو ته الوتنې پیلوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلایین  د نړۍ په کچه مشهور د  ټایلنډ  پوکټ ټاپو ته  الوتنې پیلوي. په خبر کې راغلي دي چې  د ترکش ایرلایین په پام کې لري چې د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۷ مه نيټه  د ایربس ۳۳۰ او ۳۰۰ ډوله  مساپروړونکو الوتکو سره  یاد شوي  ټاپو ته الوتنې پیل کړي. د ترکیې نه یاد شوي ټاپو ته به په اوونۍ کې څلور الوتنې ترسره شي.

الوتنې به د  یکشنبې  ، دوشنبې، پنجشنبې او خالي  په ورځو  د استانبول د اتاترک هوايي ډګر نه ترسره شي. په خبر کې راغلي دي چې لومړنیو مساپرو ته ځیني تخفیفونه په نظر کې نیول شوي دي. ترکش ایرلایین لاتینې امریکا هیوادونو ته هم  په الوتنو پيل کوي. ترکش ایرلایین به  د روان میلادي کال د دسمبر په ۲۰ مه نیټه  د کیوبا پلازمینه هاوانا او د وینزویلا پلازمینې کاراکاس ته هم  په  الوتنو پيل وکړي.

د حرییت ورځپاڼې   «  ترکیه د اسیا پسیفیک د سوداګریزو خونو مرستیال وټاکل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې د سوداګریز خونو ریس رفعت هسارجک اوغلو  د اسیا پسیفیک  د سوداګریزو خو  د مرستیال په توګه وټاکل شو. د ویلو ده چې ترکیه  دوه کاله مخکې پدې دنده  ګمارل شوی وو چې یو ځل بیا ددې دندې لایق وګنل شو.

د ترکیې د سوداګریزو خونو ریس رفعت هسارجک اوغلو وویل « د ټولې نړۍ په سوداګریزو خونو لکه اروپا، امریکا، د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۵۷ غړیو هیوادونو او د اسیا پسیفیک په سیمه کې  د رپیدو له امله  افتخار کوو.



اړوند خبرونه