د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د خبرترک ورځپاڼې « په لسګونو زرو تنو د اتاترک مزار انت کبیر زیارت وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي پرون د نوامبر لسمه د ترکیې د جمهوري دولت د نظام بڼسټ ایښودونکي غازي مصطفی کمال د مړینې د ۷۸ یم تلین له امله د هیواد د ګوټ ګوټ نه په لسګونو زرو تنو د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ. په خبر کې راغلي دي چې پروت د سهار په ۹ بجو او پنځو دقیقو په کومو شیبو کې چې اتاترک ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې وې په ترکیه کې د غم د تولې په غږولو سره د ژوند ټولې چارې په ټپه ودریدې. ټولې ترکیې د اتاترک معنوي حضور ته د درناوي دوه دقیقې سکوت اختیار کړ. په لسګونو زرو تنو وړو زړو، ځوانانو د اتاترک د مزار زیارت وکړ. همداشان په استانبول کې هم په لسګونو زرو تنو د دولمه باغچه ماڼۍ ته چیرته چې ژوند د لاسه ورکړی وو لیدنه وکړه او هغه څلي ته د ګلانو ګیډې کیښودې .
په زرګونو تنو د دولمه باغچه په ماڼۍ کې هغه خونې ته چې اتاترک پکې ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې وې د ګلانو ګیډې کیښودې .
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د جمهوري دولت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د ۷۸ یم تلین په خاطر د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل « سره ددې چې یو شمیر برخې چې ځانونه د اتاترک د لارې لارویان بولي او په ترکیه کې د بدلونو او اصلاحاتو په مقابل کې مقامت کوي ددې د مقامت سره به بدلونو او د اتاترک خیالونو پوره کولو دوام ورکړو. د نوي ترکیې کلمه د لومړي ځل لپاره اتاترک تلفظ کړې ده . د اتاترک په ډیری ویناګانو کې د نوې او مدرنې ترکیې کلمه کارول شوې ده . »
ولسمشر اردوغان وویل چې د اتاترک د مړینې تلین ته باید د ماتم په سترګه نه بلکې د قیام په سترګه وګورو. ځکه چې ماتم نه څه نه ترلاسه کیږي. د هغه تلین ته باید د میلاد او قیام په سترګه وګورو. د هغه خیالونه په حقیقت بدل کړو. هیواد د محاصر مدنیت لوړې سویې ته ورسو.
د صباح ورځپاڼې « په امریکا کې نوې دورې په ترکیه کې د صادراتو سکتور په حرکت راوست » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترومپ په ټاکنو کې د بري نه وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې د هیواد اقتصادي وده به دوه برابره لوړه کړي. همداشان هغه ویلي دي چې دې هدف ته د رسیدو په خاطر به یو زیات شمیر تجاري تړونونه فسخه کړي. د ترومپ دې څرګندونو په ترکیه کې په ځانګړې توګه د صادرات سکتور په حرکت راوستی دی.
د ترکیې د صادارتو د مجلس ریس ویلي دي چې په پام کې لري د صادراتو په ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي او نوې ستراتیژي غوره کړي. هغه ویلي دي د نوي پرمختګونه به په ترکیه کې په صادراتو مثبتې اغیزې وکړي. هغه ویلي دي چې په امریکا کې د روانو پرمختګونو د نږدې د څارولو په خاطر په پام کې ده چې راتلونکو دوو میاشتو په دننه کې د امریکا د نیویارک او شیکاګو په ښارونو کې د ترکیې سوداګریزې خونې دوه جلا جلا دفترونه پرانیزي.
د سټار ورځپاڼې « د روسیې سره ګډ فلم » د سرلیک لاندې لیکلي د هیواد نامتو فلم جوړونکي لیونت اوزدیمیر د « روسي لوبې » په نامه فلم جوړ کړ. نوموړی فلم تیره شپه په استانبول کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي کړي شو. پدې مراسمو د هیواد د کولتور او ګرځندوی د وزارت مرستیال سربیره د سینما د نړۍ نامتو څیرو او یو زیات شمیر کسانو ګډون کړی وو. د نوموړي فلم جوړونکي وویل چې دا فلم د ترکیې د سینما له پلوه ځانګړې اهمیت لري. دا لومړنی فلم دی چې په دریو هیوادونو کې ډکیږي. دا فلم په روسیې ، هانګ کانګ او ترکیه کې ډک شوی دی .