د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د پي وای ډي ترهګرې ډلې دهلیز ته به اجازه ورنکړای شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر فکري اشق د سوریې سره په پوله کې د سوریې په خاوره کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د روانو عملیاتو د سوق او ادارې د مرکز نه لیدنه وکړه.
د دفاع وزیر اشق وویل چي د ترکیې وسله والو ځواکونو د فرات ډال عملیات سره په سوریه کې د ازادې سوریې ځواکونو سره هر ډول مرسته او ملاتړ کړی دی چې د نوموړو عملیاتو په پایله کې سوري مخالفو ډلو د خپلو سیمو نه د دفاع پوره توان ترلاسه کړی دی.
هغه وویل « ترکیه په هر فرصت کې هر چا ته او امریکا ته په ډاګه ویلي دي چې د سوریې قومي جوړښت خرابولو ته به اجازه ورنکړي. د پي وای ډي ترهګرې ډلې ته به د سوریې په شمال کې د ترهګریز دهلیز د جوړولو اجازه ورنکړي. »
د حرییت ورځپاڼې « په ترکیې پوره باور لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د انرژۍ نامتو شرکت جنرال الکتریک د ترکیې د ګبزه په سیمه کې منځني ختیځ، شمالي افریقا او ترکیې لپاره د ټرانسفرمرونو د تولید د فابریکې د لا پراخولو او لا په پرمختللې تکنالوژۍ د سمبالولو پریکړه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې یاد شوي شرکت د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې د خپلې فابریکې د مدرنولو پریکړه وکړه.
همداشان یاد شوي شرکت ویلي دي ، په ترکیه کې د الترونیکي توکو د ازمایښت د یو مرکز د جوړولو هوډ لري. د نوموړي شرکت مشر وویل چې « د تیرو ۷۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې فعالیت لرو. هغه وویل چې په ترکیه ، سیمه او نړۍ کې چارې په ډیره ښه توګه پر مخ روانې دي او په ځانګړې توګه په ترکیه کې د پانګه اچونې له امله ډیر خوښ دي. نوموړي د ترکیې په اړه د اقتصادي درجه بندیو د سازمان مودیس د پریکړې په اړه وویل چې « دا موقتي پریکړې دي. دا ډول پریکړې د ترکیې په څیر د قوي اقتصاد او قوي اقتصادي او مالي سیستم خاوند هیواد باندې منفي اغیزې کولی نشي. مونږ په ترکیې پوره باور لرو. »
د وطن ورځپاڼې د پاریس د موټرو نندارتون خپلې دروازې لومړی خبري رسنیو پر مخ پرانیستې . ورځپاڼې لیکلي دي د پاریس د موټر نندارتون چې د موټرو مینه وال ورته سترګې په لاره وو پرانیستل شو. دا نندارتون به د اکتوبر تر ۱۶ مې نیټې پرانیستی وي. په خبر کې راغلي دي چې د پاریس د موټرو نندارتون د تیرو کلونو په پرتله یو اندازه ساکن پيل شو خو ترکیې بیا ددې ننداره هیجان پر ځای کړ.
د فیات، هونډا، هونډايي او رینولت شرکتونو د ترکیې فابریکو پدې نندارتون کې د خپلو ۹ نوو مودلونو سره ګډون وکړ. د یادولو وړ ده چې د فیات، هونډا، هونډايي او رینولت شرکتونه په ترکیه کې د موټر جوړونې په برخه کې څه باندې دوه میلیارده ډالره پانګه اچونه کړې ده .
همداشان د تیوتا شرکت بیا پدې وروستیو کې د ۳۵۰ میلیونو ایرو په ارزښت په ترکیه کې یوه نوې فابریکه جوړه کړه.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي سږ کال د اروپا یو زیات شمیر ګرځندویانو چې د رخصتۍ په خاطر د ترکیې پر ځای اسپانیا، پرتګال او یونان په څیر هیوادونو ته ترجیح ورکړې وه د لازمو خدماتو د نه ترلاسه کولو له امله یو ځل بیا مخ ترکیې ته راوګرځو . په خبر کې راغلي دي د اروپا د سیاحت یو زیات شمیر نماینده ګیو په ترکیه کې د امنیتي ستونزو په بهانه ګرځندویانو ته اروپايي هیوادونو ته د سیاحت کولو توصیه کړې وه. ددې په مقابل کې د ترکیې سیاحتي نماینده ګیو د هالنډ او جرمني نه ۵۰۰ زره تنه ګرځندویان ترکیې ته راوستي وو. په اروپا کې د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو مشر ویلي دي چې د ۲۰۱۷ کال لپاره وار د مخه ترکیې ته د سیاحت کولو په خاطر د سپارښتنو په اخیستو پيل کړی دی. اروپايي ګرځندویانو بیرته مخ ترکیې ته راګرځولی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د نړۍ نامتو لوبډلې ترکي جامې غوره کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه د نساجۍ او تیارو جامو په برخه کې په نړۍ کې ځانګړې شهرت لري. ورځپاڼې لیکلي دي چې د نړۍ د سپورت نامتو کلپونو ترکي جامو ته مخه کړې ده . ورځپاڼې لیکلي دي د نساجۍ او تیارو جامو په برخه کې ایټالیا او اسپانیا په نړۍ کې ځانګړې شهرت لري خو د اروپا د قوي لوبډلو ترکي جامو ته مخه کړې ده . یو زیات شمیر قوي لوبډلو د ترکي شرکتونو سپانسرۍ وړاندیزونه منلي دي.