د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د پنځو میلیونو جلدو کتابونو په لویوالي لوی کتابتون جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په منځ کې د پنځو میلیونو جلدو کتابونو په ظرفیت د لوی کتابتون د جوړولو بڼسټ کیښودل شو. په خبر کې راغلي دي چې دا کتابتون به د نړۍ دویم او د ترکیې تر ټولو لوی کتابتون وي. دا کتابتون به د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ملت د کولتور او کانګرې د مرکز په منځ کې د عثماني او سلجوقي امپراتوریو د معمارۍ سره سم جوړیږي . تمه کیږي کتابتون د ۲۰۱۷ کال تر پایه جوړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
ویل کیږي د نوموړي کتابتون لپاره د هیواد په دننه او بهر کې د اثارو په رانیولو پیل شوی دی .
د وطن ورځپاڼې « د باکو – تفلیس او کارس د ریل ګاډې امتحان پیل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د کارس والي رحمي دوغان وویل چې د باکو – تفلیس کارس د ریل ګاډي پټلۍ چارې د پایته رسیدو په درشل کې قرار لري. هغه وویل چې دا پټلۍ به د وریښمو لار یو ځل بیا راژوندۍ کړي . ددې پروژې تر ټولو ستره ګټه او اهمیت د چین نه اروپا ته د سوداګریزو توکو انتقال دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « اسلامي بانکونه دولتي کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي استانبول په نړۍ کې په مهم مالي مرکز د بدولو د اساساتو نه یو هم اسلامي بانکي سیستم دی . په خبر کې راغلي دي ترکیې چې د تیر کال د جون په میاشت کې د یو میلیاردو ډالرو سکوکو سره د اسلامي بانکي سیستم په برخه کې مهم ګام پورته کړی وو پرون يي د اسلامي بانکونو د مهمو استازو کوربه توب وکړ. پدې غونډه کې د ترکیې ۲۰۲۳ کال اهدافو ته د رسیدو په لاره کې د اسلامي بانکي سیستم په اهمیت او رول خبرې وشوې. په خبر کې راغلي دي چې ترکیې د اسلامي بانکي سیستم د ودې چارو ته زور ورته کړی دی او ترکیه پدې برخه کې په نړۍ کې په مهم مرکز بدل شوی هیواد دی . پدې غونډه کې یو زیات شمیر نړۍوالو پانګه والو هم ګډون کړی وو.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه په نړۍ کې تر ټولو قوي بازار دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د کمپوټري دخلونو او کریدت کارت د پوس ماشینونو د تولید نامتو د انجینیکو شرکت د اسیا او منځني ختیځ د سیمې مشر پاتریک لي ماري ویلي دي چې په ترکیه کې پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي. ترکیه په اقتصادي وده کې په سیمه او نړۍ کې ځلیدونکی ستوری دی. هغه ویلي دي چې دم ګړۍ د ترکیې په بازار کې څه باندې سل زره کمپوټري دخلونه او د کریدت کارت پوس ماشینونه عرضه کړي دي. په ترکیه کې اقتصادي ودې په چټکۍ سره دوام لري. هغه د ترکیې نه د یو قوي اقتصادي بازار په توګه یادونه وکړه.
د خبرترک ورځپاڼې « په جاپان کې عثماني سکې وموندل شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د جاپان په سویل کې د اوکیانوا په ټاپو کې د کاتورین د قلعې په کنډواله کې د تاریخي کیندونو په ترځ کې د بیزانس د لومړني امپراتور قوستنتین مهر پرې لګیدلی ۴ سکې وموندل شوې. همداشان پدې کیندونو کې د عثماني امپراتورۍ اړوند ۶ سکې هم موندل شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې جاپاني څيړونکي ددې په اړه چې دا سکې څه ډول جاپان ته راوړل شوي دي په اړه څیړنې کوي. د
ویلو ده چې په جاپان کې دا سیمه د چین سره د سوداګرۍ په برخه کې مهمه نقطه وه. خو دا چې پدې تاریخونو کې د اروپا سره سوداګري شوي وي پدې اړه اسناد او شواهد شتون نلري.