د ترکيې د ورځپاڼو سر ټکي

د ترکيې د ورځپاڼو سر ټکي

573342
د ترکيې د ورځپاڼو سر ټکي

د خبر ترک ورځپاڼې " د ترکيې ځانګړو ځواکونو امريکايي سرتيري وژغورل " د سرليک لاندې ليکلي دي د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د ازادې سوريي ځواکونه امريکايي ځانګړي ځواکونه نه غواړي . ازادې سوریي ځواکونه په عملياتو کې امريکايي ځواکونو ته د ګډون اجاره نه ورکوي. ورځپاڼې ليکلي دي ولسمشر اردوغان امريکا ته د سفر نه مخکې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د خبربالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د ازادې سوريي د سرتيرو لخوا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د عملياتو نه د امريکايي سرتيرو د شړولو په اړه وويل چې " د امريکا دوه مخي سياستونه ددې لامل شول چې سوري مخالفين د داعش پر خلاف د جګرې د ليکو نه امريکايي سرتيري وشړي. هغه وويل چې نږدې ۳۰ تنه امريکايي سرتيري د ترکي ځواکونو لخوا وژغورل شول او د سيمې نه وويستل شول. 

ولسمشر اردوغان د سوریې په خاوره کې د ترکي ځواکونو لخوا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف روانو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې " امريکا او ځينو برخو وويل چې سيمه به د ۳ يا ۴ عملياتو په ترڅ کې د داعش نه تصفيه شي خو موږ په ۱۵ ورځو کې سيمه د داعش نه تصفيه کړه . سيمه زمونږ نه بل څوک خه نه پيژني چې د همدې له امله هر سړی بايد زمونږ لار تعقيب کړي."

د وطن ورځپاڼې  «  د ترکیې ښځیه سوداګرو ټولنه په امریکا کې د ترکیې لپاره لوبي فعالیت کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې ښځینه سوداګرو ټولنه  د ملګروملتونو د عمومي اجلاس  د اوونۍ  په چوکاټ کې  په نیویارک کې د پرمختللې ترکیې  قوي  ډیموکراسۍ تر عنوان لاندې  کنفرانس  جوړوي. په خبر کې راغلي دي چې  دا کنفرانس  په د سپټمبر په ۲۲مه نیټه د پنجشنبې په ورځ  جوړ شي. په کنفرانس کې به د مطبوعاتو استازو ، لیکوالانو او اکاډمیسینانو سربیره  سوداګر، پیژند شوي څیرې، ملکي ټولنو او سازمانونو استازي او ستراتيژي مطالعاتو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د کنفرانس  افتخاري میلمانه به ولسمشر رجب طیب اردوغان  او میرمن يي آمنه اردوغان وي.

پدې کنفرانس کې به نړۍ ته په ترکیه کې  پرمختګ  او قوي  ډیموکراسي  بیان  کړی شي.

د سټار ورځپاڼې  « د اتاترک هوايي ډګر  یو ځل بیا ریکاټ  ټینګ  کړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د استانبول  د اتاترک هوايي ډګر په یو ورځ کې  د ۱۵۰۰ الوتکو د کوربه توب وکړ. په خبر کې راغلي دي چې  د سپټمبر په ۱۸ مه نیټه  د اتاترک د هوايي ډګر نه  ۲۳۶ داخلي الوتکو الوتنه وکړه  او ۲۴۵ الوتکې  کیناستې. همداشان  پدې ورځ  ۵۱۳ الوتکو بهرنۍ الوتنې وکړې  او ۵۰۶ الوتکې  په هوايي ډګر کې کیناستې.

په خبر کې راغلي دي چې د اتاترک هوایي ډګر د سپټمبر په ۱۸ مه نیټه  د ۱۵۶ زره ۹۴۱ تنو مساپرو کوربه توب وکړ. پدې ډول  د اتاترک هوايي ډګر  ریکاټ  ټینګ کړ.

د حرییت ورځپاڼې  « د ترکیې د کولا د ولسوالۍ نخود نړۍ بازارونو ته ورسول شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د مانیسا ولایت د کولا د ولسوالۍ د نخودو د کوپراتیف  ریس  ابراهیم  کارجي ویلي دي چې  په کال کې  ۲۴۰۰ ټنه  نخود  تولیدوي  او نړۍ بازارونو ته يي صادروي. هغه ویلي دي چې  د نخودو  په اړه طلب  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو  دی  او ورته رسیده ګي کولی نشي. هغه ویلي دي چې د نخودو ډیری  صادرات  منځني ختیځ او اروپا ته ترسره کیږي.

هغه وویل چې  نخود د یونان د بازارونو له لارې  اروپا ته صادروي.

د صباح  ورځپاڼې  « په پارالمپیک لوبو کې د ترکیې طلايي کال  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې  د ۲۰۱۶ کال  د پارالمپیک  په سیالیو کې  ۳ د سروزور، یو د سپینو زرو  او ۵ د زیړو مډالونه ترلاسه کړل.  



اړوند خبرونه