د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اګست په شلمه نیټه د واده په مراسمو د ترسره شوي ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنیو او ددې پیښې د ټپیانو نه د لیدنې په موخه غازي انتب ولایت ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان د نوموړې پیښې د قربانیانو کورنیو نه سربیره پیښې د ټپیانو نه په روغتون کې لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان وروسته د جولای ۱۵ مه د دیموکراسۍ په میدان کې د یووالي او ورورولۍ په غونډه کې وینا وکړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې په هیواد کې به د ټولو ترهګرو ډلو ریښې وچې کړو. ترهګرو تر پرونه پورې د سوریې سره په پوله کې د قار قمش ولسوالۍ تهدیدول خو نن ورځ مو هغوې په سوریه کې مخکې کړې دي. هغوې د تیښتې لپاره سوړي لټوي. هغوې مخکې دي او مونږ ورپسې یو. په هره سوړه کې چې پټ شي پټنځایونه به يي د لمنځه یوسو.
د حرییت ورځپاڼې « د کودتا نه وروسته اروپا ستر خطا وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د جولای په ۱۵ مه په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا نه وروسته اروپا لکه څرنګه چې لازم وه د ترکیې نه ملاتړ ښکاره نکړ.
اروپايي هیوادونو یو یو د خپلې خطا په اعتراف پیل کړی دی . د ویلو ده چې د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته د سویډن پخواني د بهرنیو چارو وزیر کارل بیلټ د اروپا په دریځ سخته نیوکه وکړه او وویل چې « اروپا ستره خطا وکړه » . کارل بیلټ د اروپا ستراتیژۍ د مطالعاتو د نامتو مرکز د یو هیت سره انقرې ته راځي. کارل بیلټ وویلي دي چې د مني په میاشتو کې ترکیې ته د سفر پلان درلود خو د جولای د ۱۵ مې کودتا له امله يي د سفر نیټه مخکې کړه. هغه د اروپا په پارلمان د کودتا نه وروسته سمدلاسه ترکیې ته د هیت په نه استولو سخته نیوکه وکړه.
هغه ویلي دي چې د ترکیې او اروپا ترمنځه د اړیکو د بیا راژوندي کیدو په خاطر به هلې ځلې وکړي.
د سټار ورځپاڼې « روسیې ته د سبزې او میوې صادرات له سره پیلیږي » د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی . په خبر کې د ترکیې د غلې کرنۍ او مالدارۍ وزیر فاروق چلیک له قوله لیکلي شوي دي چې د روسیې او ترکیې ترمنځه په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوه. هغه وویل چې په نږدې ورځو کې به روسیې ته د ترکیې نه د زراغتي توکو په صادراتو پیل وشي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه په ځانګړې توګه د زراعتي توکو سوداګرۍ او صادراتو کچه د پخوا په پرتله لا زیات شي.
د خبرترک ورځپاڼې « د روسیې نه چارتر الوتنې پیل شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې لومړي وزیر دیمیتري مدویدوف ترکیې ته د چارتر الوتنو د پیلولو اجازه نامه لاسلیک کړه. د ترکیې د ګرځندوی سکتور ددې پریکړه نه تود هر کلی وکړ. تمه کیږي چې د مني پورې ۷۰۰ زره تنه روسان ترکیې ته راشي. د یادولو وړ ده چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د تیر کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د روسي جنګي الوتکې د ویشتو نه وروسته روسیې ترکیې ته په چارتر الوتنو بندیز لګولی وو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست په ۹ مه نیټه په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستل شوه. روسیې په ترکیې لګولي بندیزونه یو یو له منځه یوړ.
د صباح ورځپاڼې « د ترکي ژبې فیستیوال د شاندارو مراسمو سره پایته ورسید » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د یونس عمر انیستیتیوت سږ کال د ترکي ژبې د فیستیوال په خاطر د نړۍ د ۴۶ هیوادونو نه ۵۴۰ تنه زده کوونکي ترکیې ته رابللي وو. دا زده کوونکي د ترکیې په ۱۶ ولایتونو کې ځای په ځای شوي وو. فیستیوال تیره شپه په استانبول کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پایته ورسید. دا فیستیوال چې د جولای د ۱۵ مې د شهیدانو په نامه جوړ شوی وو نړۍ ته پکې د سولې او ورورلۍ پيغامونه ورکړل شول. دې فیستیوال یو میاشت دوام وکړ.
په فیستیوال کې ګډون کوونکو بهرنیو میلمنو د ترکیې د ۱۶ ولایتونو په پوهنتونونو کې لومړی ترکي ژبې کورس ووایه او وروسته په فیستیوال کې ګډون وکړ.
د فیستیوال د پای په مراسمو کې د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نبي اوجي هم ګډون کړی وو. هغه ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې ترکي ژبه د هغه ملت چې په نړۍ کې لوی لوی مدنیتونه جوړ کړي ژبه ده . نن ورځ ترکي ژبه په نړۍ کې د هغو ژبو په کتار کې ځای لري چې تر ټولو زیات پرې خبرې کیږي.