د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

527533
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  ً د ترکیې غوڅ دریځ اروپايي ټولنه په شا ګام پورته کولو ته اړ کړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي اروپايي ټولنې ترکانو ته د ویزې د معافیت په مسله کې  د مذاکراتو په وروستي پړاو کې  د ترهګرۍ په قانون کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه چې ترکیې  ورته سخت ځواب ورکړ. ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې  هر ډول بدلون ناممکنه  وباله چې اروپا  ددې غوڅ دریځ پر وړاندې په شا ګام پورته کولو ته اړ شوه.

اروپايي ټولنه چې پدې پوه شوه چې  ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې په هیڅډول  بدلون نه راولي  د ویزې د معافیت د مسلې په اړه يي شین څراغ ولګو.

د اروپا د کمیسیون د کورنیو چارو مسول غړي دیمیتریس اورامپولوس وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې  د بدلون نه راوستو اړوند د ترکیې په ټینګار پوهیږو.

د وطن ورځپاڼې  ً د روسیې سره د اړیکو نورمالیدل  ترکیې ته لس میلیارده ډالره ګټه رسوي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې او ترکیې ترمنځه د اړیکو نورمالیدو  د دواړو هیوادونو ترمنځه اقتصادي اړیکې  راژوندۍ کوي. په خبر کې راغلي دي چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه د الوتکې د ویشتو نه وروسته پرې شوې مالي، سوداګریزې  او اقتصادې  اړیکې  یو ځل بیا  نورمال حالت ته  په راګرځیدو پيل کړی دی . ویل کیږي  د ترکیې او روسیې ترمنځه  د ګرځندوی  او اقتصادي برخو همکاري  به  ترکیې ته په دوو کلونو کې  ۱۰ میلیارده ډالره ګټه ورسوي.

د صباح ورځپاڼې ً نه اوچیدونکې  اوښکې  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په اروپا کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه په بوسنیا هیرزګوینا کې ترسره شوی  د سربینتثا  عام وژنې  ۲۱م تلین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو. په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې پدې عام وژنې  ۲۱ کاله تیریږي  خو اوس هم  د لومړۍ ورځې په څیر  تازه دی. د ویلو ده چې  ۲۱ کاله وړاندې په ۸۳۷۲ تنه بوسنیايي مسلمانان  په ډیره بې رحمانه ډول سره  د سربیانو لخوا په قتل ورسول شو. د ویلو ده چې  د سربینتثا د عام وژنې  د قربانیانو نه  د ۱۲۷ تنو جنازې  د هویت د تثبیت نه وروسته  پرون  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوې. پدې مراسمو کې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم ګډون کړی وو. په خبر کې راغلي دي چې تر اوسه پورې د دې پیښې  ۶۵۰۴ تنه قربانیانو جنازې د هویت  د تثبیت نه وروسته خاورو ته سپارل شوي دي. د پاتې قربانیانو د هویت د ثبیت چارې دوام لري.

د خبرترک ورځپاڼې ً ترکیه د یونسکو سازمان سره  مرستو کچه لوړوي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو د کمیټې ۴۰ مه غونډه  په استانبول  کې پيل شوه. د نوموړې غونډې په دویمه  ورځ د استانبول اعلامیه خپره شوه.

پدې اعلامیه کې  د یونسکو د سازمان غړیو هیوادونو نه  پرته د ځنډه  د مالي مرستې غوښتنه شوې ده .

په خبر کې راغلي دي ترکیې د یونسکو د سازمان سره چې د مالي ستونزو سره مخامخ  دی  د مرستو کچه دوه برابره لوړه کړه. د ترکیې د ګرځندوی او کولتور وزیر نبي اوجي  وویل چې  ترکیه به د یونسکو سازمان سره  کلنۍ مرستې  دوه برابره کړي.

د حرییت ورځپاڼې  ً د انګلستان نوې ښځینه لومړۍ وزیره  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په انګلستان کې د ۲۶ کلونو اوږدې مودې وروسته  یو ځل بیا د حکومت مشري  میرمنې ته سپارل کیږي. په خبر کې راغلي دي چې د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون د استعفا کولو نه وروسته  د محافظه کار ګوند نوې مشره  تیریزا مای  د انګلستان د لومړۍ وزیرې په توګه په دنده  پیل کوي. نوموړې  د مارګریت تیچر نه وروسته  دویمه میرمن ده  چې  په انګلستان کې د حکومت د مشرې په توګه ټاکل کیږي.

 



اړوند خبرونه