د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ایرو ۲۰۱۶ کال د فوټبال د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې په ډي ګروپ کې خپله دریمه لوبه د چک جمهوریت سره وکړه . ترکیې ملي لوبډلې د تیرې شپې په سیالۍ کې د چک جمهوریت لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. ترکیې ملي لوبډلې چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې کروشیا او اسپانیا په مقابل کې بایللې وې د دریمې لوبې د ګټولو سره يي په سیالیو کې د پاتې کیدو په خاطر هیلې راژوندۍ کړې. د ترکیې د ملي لوبډلې کوچ فاتح تریم د بري نه وروسته خبریالانو ته وویل چې « زمونږ لوبډلې خپله میړانتیا ټولو ته وښوده. پدې اتلولیو کې به انشاالله چې لا لوړې کچې ته ورسیږو. » هغه وویل چې ترک ملت د سختې او تنګې پر مهال د خلاصون لار تل موندلې ده . د تیرو لوبو د بایللو له امله مو ډیرې سختې شپې او ورځې تیرې کړې چې دې بري زمونږ په ټپونو پټۍ ولګوله.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې مرکزي بانک د څلورم ځل لپاره د بانکي سود کچه راټیټه کړه. په خبر کې راغلي دي چې د مرکزي بانک لخوا د بانکي سود د کچې د راټیټولو سره بانکونه هم اړ دي چې د بانکي سود کچه راټیټه کړي. د مرکزي بانک پریکړې د بانکي سودنو د کچې د راټیټولو په خاطر د بانکونو بهانه له منځه یوړه.
د صباح ورځپاڼې ً ترکیه د پانګه اچونې په برخه کې پرمختګ ته دوام ورکوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د پانګه اچوونو د نړۍوالې ټولنې او ملګروملتونو د سوداګرۍ او پراختیايي ودې سازمان لخوا په ګډه جوړ شوی د ۲۰۱۶ کال د پانګه اچوونو نړۍوال راپور خپور کړ. پدې راپور کې راغلي دي چې ترکیې سږ کال د تیر کال په پرتله د پانګه اچونو او د پانګه اچوونکو د جذب په برخه کې ۳۶ سلنه وده کړې ده . ترکیې هیواد ته ۱۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالره نړۍواله پانګه جلب او جذب کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې ترکیې چې په ۲۰۱۴ کال کې د پانګه اچوونو د جذب په برخه کې په ۲۲ کتار کې ځای درلود ۲ خانې پرمختګ کړی او شلم کتار ته رسیدلی دی. په راپور کې راغلي دي چې ترکیې د پرمختګ په حال کې د هیوادونو ترمنځه بیا ۴ خانې پرمختګ کړی دی .
د سټار ورځپاڼې ً د ترکیې د بشري مرستو ټولنې İHH نړۍ یتیمانو سره مرستې ته راوبلله ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په نړۍ کې د جګړو، طبعي ناورینونو، ناروغیو او غیرې مترقبه پیښو له امله ۴۰۰ میلیونه تنه یتیم ماشومان شتون لري. په نړۍ کې هره ورځ ۱۰ زره تنه ماشومان یتیمیږي. ۲۲ زره تنه ماشومان د ولګې او فقر له امله ژوند د لاسه ورکوي. دې ټولنې ویلي دي چې نړۍوالې ټولنې ددې یتیمانو لویه برخه د انسان د وجود د غړیو مافیا یا قاچاقبرانو، جنسي استثمار د فحشا مافیا، د ګدايي شبکو او جرمي ډلو انصاف ته پریښي دي.
د ترکیې د بشري مرستو ټولنې İHH دې مسلې ته د جلب توجه په خاطر په ترکیه کې د یتیمانو نه د مرستې او ملاتړ په خاطر یو ستر کمپاین پیل کړی دی . یادې شوې ټولنې تیره ورځ په استانبول کې په زرګونو تنو یتیمانو ته روژه ماتې برابر کړې وو. همداشان دې ټولنې ( راځئ چې د روژې پدې مبارک میاشت کې د اسلام د ستر پیغمبر د امانت یعنې یتیمانو نه ملاتړ وکړو ) تر شعار لاندې د یتیمانو لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل کړ.
یاده شوې ټولنې ویلي دي چې د یتیمانو د تمویل په سیستم کار کوي. غواړي داسې یو سیستم برابر کړي چې هر سړی وکولای شي چې په ډاډه زړه د یو تن یتیم مصارفات په غاړه واخلي او هغه په خپلو خپو د درلو پورې د هغه نه ملاتړ وکړي.
د وطن ورځپاڼې ً ښارونه د ترهګرو نه په کامله توګه پاک شو وار د غرونو دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد وسله والو ځواکونو په ښارونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې ریښې وچې کړې. ښارونه په کامله توګه ددې بلا نه پاک کړې شول. د هیواد په ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو په پنځو کلونو کې د پولیسو او عسکرو لخوا مشترکو عملیاتو لومړنی پړاو پایته ورسید او د دویم پړاو وار رارسیدلی دی .
په دویم پړاو عملیاتو کې ۷ زره تنه امنیتي ځواکونه ګډون لري چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ به په غرونو کې هم د پې کاکا ترهګرې ډلې ریښې وچې کړي.