د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ً یو بندر د غزې محاصره ختمولی شي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي پداسې حال کې چې د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د اړیکو نورمالیدو په خاطر مذاکرات دوام لري په فلسطین کې د غزې د حکومت لومړي وزیر اسماعیل هانیه د ینې شفق ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه د نوموړې مسلې په اړه خبرې وکړې. هغه په خپله مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په ترکیې پوره باور لرو. هغه ویلي دي چې ترکیه د فلسطین په مسله کې د عظیمې ارادې او مسولیت په چوکاټ کې حرکت کوي. هغه ویلي دي که چیرې د غزې لپاره یو بندر خلاص شي په غزې لګیدلې محاصره پخپله ماتیږي. اسماعیل هانیه ویلي دي چې ترکیه په مذاکراتو کې په اسراییلو لاس بری او غښتلی دی.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي ترکیه د روغتیايي خدماتو روغتیا د ګرځندوی په سکتور کې په نړۍ کې د امریکا او جرمني نه وروسته په دریم کتار کې ځای لري. ترکیې د ۲۰۲۳ کال په هدفونو کې یو هم د روغتیا ګرځندوی سکتور د لا قوي کولو په خاطر سترې پروژې د لاس لاندې نیولي دي. ترکیه د ۲۰۲۳ کاله پورې د روغتیايی ګرځندوی سکتور نه د ۲۰ میلیاردو ډالرو عوایدو هدف ټاکلی دی. ترکیه غواړي چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې د هغه بهرنیو ناروغانو چې د درملنې په موخه ترکیې ته راځي شمیره په کال کې دوه میلیونو تنو ته لوړه کړي.
په ترکیه کې د روغتیايي ګرځندوي سکتور د ودې د ټولنې ریس او د لیف روغتون عمومي مشر ویلي دي چې په ترکیه کې د ۲۰۰۵ کال نه راپدیخوا روغتیايي ګرځندوی سکتور د پام وړ وده کړې او د ودې په حال کې دی. ددې خبري اصلي لامل ښه روغتیايي خدمات، مدرن روغتونونه ، ښه میلمه پالنه او د درملنې مناسبه بیه ده.په امریکا او اروپا کې تداوي د ترکیې په پرتله ۴ برابره ګرانه ده.
د صباح ورځپاڼې ً د داعش نه تیښتې پیل شوي دي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د داعش ترهګره ډله په عراق او سوریه کې نیولې مهمې او ستراتیژیکې سیمې یو د بل پسې د لاسه ورکوي. ددې سره د داعش ترهګرې ډلې نه تیښتې هم پیل شوي دي. د فرانسې د ملي استخباراتو مشر د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې داعش ترهګره ډله د ماتې سره مخامخ ده . هغه ویلي دي چې یو زیات شمیر د فرانسې وګړي چې د داعش سره یو ځای شوي وو ددوی سره اړیکه ټینګه کړې او بیرته هیواد ته د ستنیدو غوښتنه کړې ده . هغه ویلي دي چې د داعش نه تیښتې پیل شوي دي او په ځانګړې توګه بهرنيان یو یو خپلو هیوادونو ته ستنیږي. هغه زیاته کړې ده چې داعش د هغه بهرنیانو او جنګیالیو په وژلو هم پیل کړی دی چې غواړي بیرته خپلو هیوادونو او کورونو ته ستانه شي.
د خبرترک ورځپاڼې ً اوباما د ترومپ په اړه اندیښنه لري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما یو ځل بیا د ولسمشرۍ په نوماند دونالد ترومپ نیوکه وکړه او وویل چې ً جمهوریت پلوي باید اهل د کار د ولسمشرۍ لپاره وټاکي. هغه د ترومپ په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي د اروپا د فوټبال د اتلولیو ایرو ۲۰۱۶ سیالۍ نن په فرانسه کې پیلیږي.
د ای ان جي بانک لخوا په نړۍ کې د فوټبال د ملي لوبډلو او مینه والو په اړه نظرسنجي کړې ده . پدې نظر سنجۍ کې ویل شوي دي چې په اروپا کې ۹ سلنه خلک د خپلو لوبډلو د سیالۍ د نندارې په خاطر تر ۲۰۰ ایرو ټکټ پیري او لوبه په لوبغالي کې ننداره کوي خو په ترکیه کې به دا رقم ۲۳ سنله دی. د ترکیې خلک پدې برخه کې د نړۍ د خپلې لوبډلې نه تر ټولو قوي ملاتړ کوونکي دي.