د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

502661
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي‌

د سټار ورځپاڼې  ً جرمني‌ چې  د ویزې د معافیت په بدل کې د پې کاکا د ژغورنې  هڅه کوي پلان يي  شنډ  شو  ً‌د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي  جرمني‌ چې  د ویزې  د معافیت  په بدل کې‌ غوښتل چې  د پې کاکا ترهګره  ډله  وژغوري‌ او پلان يي  شنډ  شو  دا ځل يي  د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د ارامنه  تش په نامه  د نسل وژنې ادعاګانې  په فدرال مجلس کې د غور لاندې نیولي‌ دي.

د جرمني‌ خبري‌ رسنیو ویلي دي‌ چې  د ارامنه  تش په نامه  د نسل وژنې د ادعاګانو د په رسمیت پیژندو په صورت کې  ترکیه که ډیر  څه وکړي‌ د جرمني‌ نه به خپل سفیر  وباسي‌ او د جرمني‌ توکي‌ به  بایکاټ کړي. خو  سیاسي‌ کارپوهان  او شننونکي‌ بیا وايي  چې د جرمني‌ د فدرال مجلس لخوا  د نوموړو ادعاګانو د په رسمیت پیژندو په صورت کې به  ترکیه داسې ګامونه پورته کړي‌ چې  جرمني‌ خو پر ځای پریږده  چې  اروپا يي هم  تخمین نشي‌ کولی. ترکیه به داسې ګامونه پورته کړي‌ چې  د جرمني‌ سربیره  ټوله اروپا به  د جدي‌ ستونزو سره  مخامخ  شي.ترکیه به د جرمني‌ سره خپلې  اړیکي‌ په کامله توګه پرې کړي..

د صباح ورځپاڼې ً‌ په نوسای بین کې امریکايي‌ وسلې ونیول شوې  ً‌د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ د هیواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کې د مردین ولایت د نوسای بین  په ولسوالۍ  کې  څه باندې  ۱۰۰ تنه  ترهګر امنیتي‌ ځواکونو ته  تسلیم شول. همداشان  د هیواد امنیتي‌ ځواکونو  د ترهګرو سره  د بهرنیو هیوادونو اړیکې  او ارتباطات هم په ډاګه کړل. 

د نوسای بین په ولسوالۍ  کې  امنیتی‌ ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې  یو زیات شمیر ضد د ټانک  امریکايي راکټونه  نیولي‌ دي.دا امریکايي  وسلې  په سوریه کې  د پي‌ وای ډي‌ او وای پي‌ جي‌ سره  د پې کاکا  د قوي‌ ارتباطاتو ښکاره بیلګه او شواهد  دي. امریکا  چې  په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې  پر وړاندې  د مبارزې په بهانه  پي‌ وای ډي‌ ترهګرې ډلې‌ ته وسلې ورکوي‌ دا ډله  دا وسلې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  ته رالیږي.

د ینې  شفق  ورځپاڼې  ً‌ ترکیه  د ټولې افریقا لپاره د الهام سرچینه  ده  ً د سرلیک لاندې  لیکلي‌ دي‌  د یوګاندا  ولسمشر  وویل چې  ترکیه  یواځې  د یوګاندا  لپاره  نه بلکې  د ټولې‌ افریقا  لپاره  د الهام سرچینه ده . هغه وویل چې  د ترکیې  مشري‌ زمونږ  د ټولو لپاره ځانګړې اهمیت لري. د یوګاندا ولسمشر وویل چې ترکیې  د څه باندې  یوې  لسیزې  مخکې  پورې  خپل پوتانشیل  نورو ته نه انتقالو. هغه وویل چې  په ترکیه کې  د تیرې  لسیزې  نه راپدیخوا  واکمنۍ او مشرانو  ترکیې  ته  د پام وړ وده ورکړې ده . ترکیه په نړۍ کې  د اقتصاد  ودې  په برخه کې  په یو ډیر مهم  طاقت  بدل شوی هیواد دی.

هغه وویل چې  هیواد به د ترکیې  ددې  پوتانشیل نه  سالمه  استفاده  او ګټه پورته کړي.

د حرییت ورځپاڼې  لیکلي‌ دي‌ د ترکیې  د لیماک  په نامه  ساختماني‌ شرکت  د کویټ  د هوايي ډګر  د ترمینل د جوړولو  قرارداد  وګاټه. د ترکیې د لیماک  شرکت  د ۴ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت  دا پروژه  وګتله. د ویلو ده  چې  لیماک  شرکت  لومړنی  ترکي‌ شرکت  دی چې په یواځې ځان  د هیواد نه بهر  یو داسې  لویه  پروژه  ترلاسه کوي.

په خبر کې  راغلي‌ دي‌ تمه کیږي‌ چې  دا پروژه  د ۶ کلونو نه په کمه  موده کې  ګټې  اخیستو ته وسپاري. همداشان دا پروژه  به  ۵ زرو تنو ته د استخدام  زمینه  برابره کړي. د کویټ د نړۍوال هوايي‌ ډګر  د ترمینل  ودانۍ د ۲۵ میلیونو تنو مساپرو په ظرفیت  جوړويږي. دا ترمینل  به  د ۵۱ دروازو سره  د هر ډول  الوتکو د کوربه توب  په ظرفیت  جوړ شي . 

د وطن  ورځپانې لیکلي  دي د امریکا  متحده ایالتونو د سرمایه ګذارۍ  بانک  مورګان ستنلي  د ترکیې  په اړه  په خپور کړي‌ راپور کې  د ترکیې په اړه د بهرنیو پانګه والو د مثبت  نظر  لاملونه  خپاره کړي‌دي.

په راپور کې  راغلي‌ دي‌ چې  ترکیه  د خپلو همکتارانو سره  د مقایسه کولو  پر مهال  په ترکیه کې  هر ډول  امکانات  شتون لري. په راپور کې  راغلي‌ دي چې  په ترکیه کې  په اقتصادي‌ چارو کې  د لومړي‌ وزیر مرستیال  محمد شمشک  د داسو  تجاربو  او کاري‌ وړتیا نه  برښمند  دی چې  د هغه د شتوالي‌ په صورت کې  په مالي‌ سیاستونو کې  تغیرات  ناممکنه  ښکاري. د ترکیې  حکومت د پانګه والو لپاره  داسې  انسانتیاوې  او فرصتونه برابر کړي‌ چې  په نورو هیوادونو کې  شتون نلري. همداشان  د ترکیې  اقتصادي‌ وړتیا  او وده  بهرنیو پانګه والو ته  ډاډ  ورکوي . په ترکیه کې  سیاسي‌ استقرار  هم  ددې لاملونو  په سر کې  قرار لري. 


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه