د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

498132
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  ً ریاستي نظام ته د تیریدو په خاطر  قوي  پیغام  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې  نوي  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د نوي کابینې  لومړنۍ غونډه  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  ترسره کړه. دا په اصل کې په ترکیه کې  د ریاستي نظام  په خاطر  تر ټولو قوي پیغام دی. ویل کیږي  د نوي حکومت او کابینې لومړنۍ غونډه  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې او د ولسمشر اردوغان په مشرۍ ترسره کیدل  په اصل کې  د هیواد دننه  او بهر  ټولو لپاره  یو ډیر قوي پیغام  دی. نوي لومړي وزیر ددې اقدام سره  ټولو ته  دا ښکاره کړه چې په نوې دوره کې حکومت او دولت به  لوړه کچه د مطابقت او سلامشورو په ترڅ کې کار وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي  د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  او نوی لومړی وزیر بنعلي ییلدرم  د راتلونکي  خالي په ورځ  د دیارباقر ولایت نه  چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې نه د په کامله توګه د پاکیدو په حال کې دی  لیدنه وکړي. ولسمشر اردوغان  او لومړی وزیر بنعلي ییلدرم  به  دیارباقر ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د هوايي ډګر د عمومي ترمینل  ودانۍ  ګټې اخیستو ته  پرانیزي. همداشان دواړه مشران به  پدې ولایت کې د ترهګرې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم  قوي پیغامونه ورکړي.

ولسمشر اردوغان  به  په دیارباقر ولایت کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شوو ۱۶ تنو د کورونو نه لیدنه وکړي. د ویلو ده چې  د دیارباقر ولایت  د هوايي ډګر  د عمومي ترمینل ودانۍ  د پرانیستو سره  به  د یاد شوي ولایت نه  نړۍوالې الوتنې  پیل شي.

د سټار ورځپاڼې  ً د تراکیا د ګازو نللیکه به د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې په فعالیت پیل وکړي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ  او په خپلو خپو د دریدو په برخه کې  یوه ډیره مهمه پروژه ګټې اخیستو ته  سپاري. د نوموړې پروژې په چوکاټ کې به د ترکیې د چناک کلا د ګالي بولو د په سیمه کې تولیدونکي ګاز  د نللیکو سره  عمومي نللیکو سره  ونخلول شي. همداشان  دا ګاز  به  د بوتاش  شرکت ته  ورکړل شي. ددې ګازو نللیکه به  د ترکیې نه یونان ته غځیدلې  د ګازو د نللیکې سره ونخول شي. ترکیه به هم د ګازو په صادراتو پیل وکړي.

د وطن ورځپاڼې  د ترکیې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو د مشر څرګندونو ته ځای ورکړی دی .

د ترکیې د سوداګریزو خونو او د اسهامو د بازارونو ریس  رفعت هسارجک اوغلو ویلي دي چې سږ کال په لومړنۍ ربع کې د ترکیې د صنایع تولیدات د تیر کال په پرته  ۵ عشاریه ۶ سلنه لوړ شوي دي. هغه ویلي دي چې د چین او هندوستان نه پرته  د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې پداسې اندازه د تولیداتو وده  شتون نلري . هغه وویل چې تیر کال ترکیې ۴ سلنه اقتصادي وده  کړې وه  او انشاالله چې  په ۲۰۱۶ کال کې به اقتصادي وده  د ۴ سلنې نه هم  لوړه وي.

د حرییت ورځپاڼې  ً په نړۍ کې د کوچني ماشومانو یواځنی موزیم د ترکیې په کپه دوکیان کې  پرانیستل شو  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ګرځندوی  تر ټولو د مهمو مرکزونو  نه  د کپه دوکیا په سیمه کې  په نړۍ کې د لومړۍ ځل لپاره د کوچني ماشومانو موزیم  جوړ شو. په خبر کې راغلي دي چې دا سیمه  د مځکې لاندې  د ښارونو او کورونو او ښکلاګانو سره  د نړۍ  د ګرځندویانو لپاره ډیر زیات اهمیت لري.

دا موزیم  د ترکېې د نوشهر ولایت اړوند د اورګوپ  ولسوالۍ د مصطا پاشا په ۱۷۰ کلنې قلا کې  جوړ شوی دی. پدې موزیم کې  نږدې  ۲ زره تنه  کوچني مصنوعي ماشومان  نندارې ته وړاندې شوي دي.


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه