د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

461239
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې ً د ترکیې سره د روسیې د پوځ لومړنی تماس ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لخوا د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د هوايي حریم د اخلال له امله د روسېی جنګي الوتکې د ویشتو نه وروسته د انقرې او مسکو ترمنځه د لومړي ځل لپاره عسکري تماس ټینګ شو. د روسیې د پوځ یو هیت تیره ورځ ترکیې ته راغی. ویل کیږي د نوموړي سفر سره د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نرمښت ترسترګو کیږي. روسي هیت د ترکیې د ازمیر ولایت د فوچا په سیمه کې د سمندري پلو ځواکونو د لیوا د قومندانۍ نه لیدنه وکړه. ویل کیږي دا هیت د اروپا د امنیت او همکارۍ د تشکیلاتو د چارو په چوکاټ کې د څیړونو په خاطر راغلی دی. د روسیې د پوځ دا هیت به نن شپه بیرته هیواد ته ستون شي. د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند نعمان کورلتولموش ددې سفر نه د یو نیک اقدام په توګه یادونه وکړه او وویل چې ترکیه او روسیه یو بل ته اړتیا لري او د یو بل نه لاس په سر کیدلی نشي.

د خبرترک ورځپاڼې ً د اروپا سره د ترهګرۍ د جرایمو په برخه کې پوره همکاري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ملي شورا لخوا د فردي معلوماتو د ساتنې قانون د تصویبیدو سره د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه د ترهګرو په اړه د معلوماتو د ویشلو په برخه کې همکارۍ ته لار اواره شوه. ویل کیږي ددینه وروسته اروپايي ټولنه د ترهګرو په اړه د ترکیې د معلوماتو غوښتنې ته منفي ځواب نشي ورکولی. په خبر کې راغلي دي اروپايي ټولنې ددینه وړاندې په ترکیه کې د ترهګرو د فردي معلوماتو د ساتنې د قانون د نشتوالي له امله د ترکیې سره د ترهګرو د معلوماتو د ویشلو نه ډډه کوله. په ځانګړې توګه د اروپا د پولیسو تشکیلاتو ـ(ایرو پول ) او اروپايي ټولنې د عدلي همکاریو ادارې (ایرو جست) د همدې قانون د نشتوالي په بهانه د ترکیې غوښتنې ردولې.

د حرییت ورځپاڼې ً ترهګرۍ دیوارونه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد په سویل ختیځو سیمو کې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په لړ کې د مردین ولایت د نوسای بین په ولسوالۍ کې د پې کاکا ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ. پدې ولایت کې تصفیوي عملیات په ډیر کلاره او په دقت سره پر مخ روان دي. په خبر کې راغلي دي چې د پې کاکا ترهګرې ډلې چې په سیمه کې ستر ځاني زیانونه لیدلي دي د عملیاتو پر وړاندې د خنډ جوړولو په خاطر په کوڅو او سړکانو کې سمنټي دیوارونه جوړ کړي او شاوخوا ته يي ورته ماینونه ځای په ځای کړي دي. د ترکیې وسله وال ځواکونه د یو پلو نه دا ماینونه شنډوي او دیوارونه لرې کوي او د بله پلوه د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي.

د وطن ورځپاڼې ً هدف یو نیم میلیونه کورونه د پلورولو هدف ً د سرلیک لاندې لیکلي دي به ترکیه کې تیر کال د ۱میلیون ۲۸۹ زرو کورونو د پلورل کیدو سره ساختماني او غیرمنقول اموالو سکتور قوي ریکاټ جوړ کړی وو. همداشان سږ کال دا رقم یو نیم میلیون رسولو په خاطر هدف ټاکل شوی دی .

په خبر کې راغلي دي چې د کورونو د خرڅلاو د کچې د لوړولو مهم اساس د بانکي سودونو کچه ټاکي.

تیر کال په ترکیه کې د کورونو د پور په خاطر بانکي سودونو کچه ۱ سلنه وه چې سږکال بیا دا ۱عشاریه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده . په خبر کې راغلي دي که چیرې د بانکي سود کچه راټیټه شي د کورونو د خرڅلاو مخه به هم خلاصه شي.

د صباح ورځپاڼې ً په ترکیه کې د سلو کلونو د عمر نه د لوړو کسانو شمیره ۵۲۹۳ تنه ده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې په ټول هیواد کې د سلو کلونو د عمر نه د لوړو کسانو شمیره د هیواد د نفوس صفر عشاریه صفر ۷ یعنې ۵۲۹۳ تنه ده. ددې کسانو نه څه باندې ۸۵ سلنه يي ښځې او پاتې نارینه دي.

په ترکیه کې تر ټولو زیات د سلو کلونو نه د لوړو عمر کسان په استانبول ښار کې ژوند کوي. ازمیر په دویم او انقره په دریم کتار کې ځای لري.



اړوند خبرونه