د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

ينې شفق ورځپاڼې`` ترهګرۍ دا ځل د اروپا زړه په نښه كړ`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي پرون ترهګرو د بلجيم په پلازمېنه بروكسل كې په يو نړيوال هوايي ډګر او د اروپايي ټولنې اداري ودانيو ته نږدې د مېترو په يو تمځاى باندې بريدونه وكړل چې پ

456642
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه


د ينې شفق ورځپاڼې`` ترهګرۍ دا ځل د اروپا زړه په نښه كړ`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي پرون ترهګرو د بلجيم په پلازمېنه بروكسل كې په يو نړيوال هوايي ډګر او د اروپايي ټولنې اداري ودانيو ته نږدې د مېترو په يو تمځاى باندې بريدونه وكړل چې په كې ۳۴ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ تنو زيات ټپيان شول.

د حريت ورځپاڼې `` آيا د بروكسل بريدونه د پاريس د بريدونو د طراح انتقام دى؟`` تر سرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي په بروكسل كې د پاريس د بريدونو د اصلي طراح صلاح عبدالسلام د نيول كېدو نه څلور ورځې وروسته په پلازمېنه كې بمي بريدونه دا پوښتنه رامنځته كوي چې آيا پرونۍ چاودنې د صلاح عبدالسلام د نيول كېدو په غچ كې ترسره شوې دي؟ د بريدونو د لامل په اړه دوه نظرونه موجود دي. لومړى دا چې بريدوه د عبدالسلام په مشرۍ د داعشي كړۍ د غړو لخوا ترسره شوي دي. دويم نظر بيا دا دى چې په بلجيم كې د داعش نوې كړۍ دا بريدونه ترسره كړي دي. په دواړو حالاتو كې د صلاح عبدالسلام د نيول كېدو سره اړيكې لري.

د خبرترك ورځپاڼې ليكلي دي چې د تركيې- اروپايي ټولنې ترمېنځ د سرمشريزې په پايله كې د تركي هېوادوالو لپاره د شينګن د ويزې د معافيت په اړه تيارى روان دى. د اروپايي ټولنې د چارو وزارت وايي چې د جون د مياشتې تر پايه پورې به اړوند شرايط پوره او د تركي هېوادوالو لپاره به د ويزې معافيت پيل كړي. د وېزې د رفع كولو لپاره د ۷۲ شرطونو نه تركيې ۳۵ يې پوره كړي دي. پاتې ۳۷ شرطونه بايد د مې د مياشتې تر ۴مې نېټې پورې بايد پوره كړي. تر دې وروسته به د اروپايي ټولنې كمېسيون ددې ټولنې پارلمان ته وروستى راپور وړاندې كړي. كه چېرې دا بهير همداسې دوام وكړي نو تركي هېوادوال به د جولاى د مياشتې د لومړۍ نېټې راهيسې اروپا ته د وېزې پرته سياحت پيل كړي.

د صباح ورځپاڼې ``د خليج د هېوادونو نه د غير منقول لپاره په ميلياردونو ډالر`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي د غير منقولو مالونو نړيوال نندارتون `سيټي سپېس` به استانبول كې پيل شي. دا نندارتون چې سبا ته به خپلې دروازې پرانيزي، دا نندارتون چې د نړۍ د ۷ هېوادونو نه په كې شاوخوا ۶۷ شركتونه ګډون كوي د نړۍ د ۵۰ هېوادونو نه ليدونكي لري. د خليج د هېوادونو پانګه وال به په تركيه كې د ساختمانۍ د سكتور په برخه كې پانګه اچوونه وكړي.

د سټار ورځپاڼې ``د انرژۍ په برخه كې نوى ماډل`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي په تركيه كې د انرژۍ د توليد او ويشلو د سكتور د لا ښه فعاليت په موخه په نوي ماډل كار كيږي. د هېواد د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير برات آلبيرق چې د ليدنو لپاره په چين كې دى وويل چې په هېواد كې د برېښنا د توليد د ظرفيت د لوړالي په موخه د چينايي شركتونو سره سره خبرې وكړي.



اړوند خبرونه