د ټي آر ټي پر دفتر باندې د كودتاچي سرتېرو د يرغل شېبې

د تركيې د راډيو ټلويزيون د ادارې `ټي آر ټي` پر دفتر باندې د كودتاچي سرتېرو يرغل ليدل كيږي.

كودتاچيان په دخولي دروازه كې لومړى امنيتي ګارد بې وسلې كوي. وروسته دفترونو ته ننوځي. 

په ويډيو كې د پوليسو كومانډو ځواكونه هم ليدل كيږي چې ټي آر ټي له يرغلګرو ژغوري.