د نړۍ تر ټولو لوړ او تر ټولو ټيټ انسان چې سره مخامخ شي!

د ګېنس د ريكارډونو د كتاب د ۶۰مې كليزې د لمانځنې پر مهال د نړۍ تر ټولو لوړ انسان سلطان كوسه چې د تركيې اوسېدونكى د نړۍ د تر ټولو ټيټ انسان چاندرا بهادر دنګي سره چې د نيپال اوسېدونكى دى، ملاقات كړى وو. دا ملاقات شاوخوا دوه كاله وړاندې ترسره شوى وو.

سلطان كوسه څه كم دو نيم متره ونه لري او چاندرا بهادر يواځې ۵۴ سانتي ونه لري. 

له بده مرغه چاندرا بهادر د تېركال په سپتمبر كې د ۷۴ كلونو په عمر ومړ.