د بحر په مېنځ كې سيار ښار
د لومړي ځل لپاره د پاسفيك په بحر كې سيار ښارګوټى جوړيږي. دا ښارګوټى چې د اوبو په مېنځ كې به جوړ شي د استوګنې ۱۶ بلاكونه به ولري چې د اوبو په سر به ګرځي. سربېره پر دې هوټلونه، مغازې او د كيښتيو بندر به هم ولري.
د بحري څپو د مخنيوي موخه يې چاپېره لوى ديوالونه جوړيږي.
ددې ښار كار به په ۲۰۱۹م كې پيل او يو كال به دوام وكړي. ټول لګښت يې هم يواځې ۱۶۸ ميليونه ډالره دى