ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر رئیسي د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه  چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.

2141633

ولسمشر اردوغان په خپور کړي د خواخوږۍ په پيغام کې ویلي دي چې

"زه د الله  له درباره د خپل ګران سیال، ورور او د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي ابراهیم رئیسي ته چې د  چورلکې د غورځیدو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی  د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او نورو هغو کسانو ته چې په  همدغه  چورلکه کې د مرحوم ولسمشر رئیسي  سره یو ځای ژوند د لاسه ورکړی  د خدای له درباره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.

زه د ایران دوست او ورور ملت او حکومت او په ځانګړې توګه د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر قدرمن رهبر ښاغلي علي خامنه اي ته د ولسمشر رئیسي  او نورو قربانیانو کورنیو ته د  خواخوږۍ ، ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم.

زه د مرحوم رئیسي د  همکار په توګه چې په خپله دوره کې یې په ځانګړې توګه د ایران د خلکو او زموږ د سیمې د سولې لپاره د هغه د هڅو شاهدان وو، د ښاغلی رئیسي نه  په درناوۍ یادونه کوم.

"د تورکیې په توګه، موږ به په دې سختو او غمجنو ورځو کې د خپل ګاونډي  او ورور ایران تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو."

اړوند خبرونه