د تورکیې په ۱۴ ولایتونو کې د کډوالو د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالو پر خلاف عملیات ترسره شول

د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر علي یرلی کایا  د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې د ناقانونه کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف د هممهاله عملیاتو ترسره کولو نه خبر ورکړ.

2141545
د تورکیې په ۱۴ ولایتونو کې د کډوالو د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالو پر خلاف عملیات ترسره شول

د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر علي یرلی کایا  د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې د ناقانونه کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف د هممهاله عملیاتو ترسره کولو نه خبر ورکړ.

وزیر وویل چې د "سپر - ۲۲" په عملیاتو کې چې په ۱۴ ولایتونو کې د ناقانونه کډوالو  د قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالو  په وړاندې ترسره شوي، ۴۰ شکمن کسان نیول شوي چې  ۳۷ تنه يي زنداني شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلی کایا د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي "زه غواړم چې زموږ ګران ملت پوه شي چې  موږ به هیڅکله انسان قاچاقبرانو ته فرصت ورنکړو چې هڅه وکړي زموږ هیواد د غیرقانوني مهاجرت او خلکو د قاچاق  په برخه کې په هدف او ترانزیتي لارې بدل کړي. «زموږ عملیات چې موږ د خپل هیواد په هره سیمه کې په کلک هوډ سره ترسره کوو، بې له ځنډه به دوام وکړي.»

د وزیر یرلی کایا لخوا د شریک شوو معلوماتو له مخې، د کډوالو ریاست او عمومي امنیې قومندانۍ  د کډوالو د قاچاق پر خلاف د مبارزې او د سرحدي دروازو د ریاست  په همغږۍ  د کوجا ایلي ولایت د امنیې قومندانۍ  لخوا د کوجا ایلي ،  قیصري ، مانیسا ، مرسین ، ایسکی شهیر ، اسپارتا ، استانبول او اوشاق ولایتونو  کې د  کډوالو  د قاچاقبرانو او غیرقانوني مهاجرینو پروړاندې په عملیاتو کې ۲۵ شکمن نیول شوي چې ټول د محکمې لخوا زندان ته استول شوي دي.

همداشان ددې عملیاتو په ترڅ کې ۸۶ تنه  ناقانونه کډوال  هم ونیول شول. په هغو عملياتو کې چې د هتای ولايت د امنيې قوماندانۍ د مهاجرينو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې او د سرحدي پوليسو د قوماندانۍ له خوا په لاره اچول شوي وو، اووه تنه شکمن کسان ونيول شول چې ۴ تنه يې زنداني شوي دي.

 د پاتې ۳ تنو په اړه تحقیقات دوام لري. همداشان پدې عملیاتو کې  ۱۰۶ تنه ناقانونه کډوال هم ونیول شول. د بله پلوه د انقرې بورسا ، اډانا ، غازیانتپ او شانلي اورفا کې ترسره شوي عملیاتو کې ۸ تنه شکمن قاچاقبران نیول شوي دي. نیول شوي ناقانونه کډوال د د کډوالۍ د چارو ریاست  ته وسپارل شول او د ویستلو کړنلارې پیل شوې. د عملیاتو په پایله کې ۱۴ عرادې موټر چې په جرم کې ترې کار اخیستل کیده نیول شوي او په زیاته اندازه بهرنۍ پیسې هم نیول شوي دي.



اړوند خبرونه