د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته تللی دی.

د تورکیې بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان د پاکستان د لومړي وزیر  مرستيال او بهرنیو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره ليدنه کړې.

2141606
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته تللی دی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته تللی دی.

د تورکیې بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان د پاکستان د لومړي وزیر  مرستيال او بهرنیو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره ليدنه کړې.

د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان او توركيې ترمنځه په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو شورا د غونډې په چمتووالي خبرې کړي دي.  

وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې فیدان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان په خاطر چې د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خواخوږي څرګنده کړه.

"له هغه وخت راهیسې چې موږ د حادثې خبر ترلاسه کړ، موږ له ایراني چارواکو سره په تماس کې یو، موږ هڅه وکړه چې ټول وسایط په کار واچوو، زموږ ټولو سازمانونو د خپل وس او توانه پورې کار وکړ، خو  له بده مرغه، چې موږ  غمجن خبر ترلاسه کړ.  ددې پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت د ایران خلکو د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو  د قربانیانو  کورنیو ته د زړه صبر غواړم.»

وزیر فیدان دا هم وویل چې تورکیه او پاکستان به د اسلامي نړۍ د غږ اوریدلو لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

وزیر فیدان وویل چې پاکستان د تورکیې ستراتیژیک ملګری دی.

"موږ په ګډه پریکړه وکړه چې موږ باید د خپل منځ کې د ورورولۍ د اړیکو د درک کولو لپاره یو څه نور ګام پورته کړو. په ځانګړې توګه، موږ یو ګډ هدف ټاکلی چې زموږ د سوداګرۍ حجم ۵ ملیارد ډالرو ته لوړ کړو. د پانګې اچونې پراخه ساحې، په ځانګړې توګه په دفاعي صنعت کې."

فیدان خپلې خبرې ته په لاندې ډول دوام ورکړ:

"موږ د سیمه ایزو مسلو په اړه هم د خبرو فرصت درلود. موږ د غزې او افغانستان مسلو په اړه په تفصیل سره بحث وکړ. موږ د خپلو افغان وروڼو لپاره د دایمي سولې د تامین لپاره څه کولی شو په اړه هم خبرې وکړې. زموږ دریځ په غزه کې د بشردوستانه جنایتونو په وړاندې د پاکستان سره ګډ دی. په دوامداره توګه نورو ته د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې  د درس ورکولو هڅه کوونکي  له بده مرغه چې نن پخپله د بشري حقونو نه سرغړونې کوي او پر سرغړونو سترګې پټوي. "موږ په دې جرم کې د دوی ښکیلتیا غندو.



اړوند خبرونه