د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مې د ۱۹ مې روحیه د دې ملت ستره سرمایه ده.
ولسمشر اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مې د ۱۹ مې روحیه د دې ملت ستره سرمایه ده.
ولسمشر اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.
اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې ۱۹مه چې له ننه پوره ۱۰۵ کاله وړاندې په سامسون کې پیل شوه او د خپلواکۍ د جګړې د بري تاج په سر کیښودل شوه. دا هغه نیټه وه چې د یوې پیاوړې تورکیې د جوړېدو لومړۍ خښته کیښودل شوه.
"دا نیټه د دښمن د اشغال په وړاندې زموږ د هیواد له هر ګوټ څخه زموږ د ملت د خپلواکۍ او روښانه راتلونکي روحیې څرک دی. زمونږ ملت لخوا یا استقلال یا مرګ د شعار سره د اسارت په وړاندې پيل شوې ګډه مبارزه په اصل کې د یو ملت د وجود او نابودۍ لپاره پیل شوې مبارزه وه.
اردوغان د دې په بیانولو سره وویل چې په سامسون کې روښانه شوی د خپلواکۍ د مشعل رڼا په اناتولیا کې د اماسیا، ایرزورم، سیواس او بیا انقرې ته خپره شوه. د می د ۱۹مې روحیه د دې ملت ستره تر ټولو ستره سرمایه ده.
اردوغان وویل " پدې روحیه کې د ستونزو پر وړاندې دریدل، په استقامت، ایمان او هوډ سره ګډه مبارزه کولو معنا پدې روحیه کې نښغتې ده. مونږ د ټولو مشکلاتو او فشارونو سره سره هغه وخت کولی شو چې خپلې ودې، ځواکمنتیا او پرمختګ ته دوام ورکړو چې د مې د ۱۹ مې د روحیې د جوهر، اصول، نظریاتو او اهدافو نه قوي ملاتړ وکړو او عمل پرې وکړو.
ولسمشر اردوغان په خپله پیغام کې ځوانانو ته په خطاب کې ویلي دي چې ،
"تاسو، د نوې تورکیې پیړۍ سرتیرو په توګه ، باید د مې د ۱۹ مې د شعور او په ځان د پوره باور سره د خپل تاریخ ، نن او سبا ساتنه وکړئ ، یو له بل سره متحد شئ او د یو بل سره د ورورولۍ اړیکې لا پسې پیاوړې کړۍ. "زه تاسو، زموږ ځوانانو او زموږ ګران ملت ته د می د ۱۹ د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې مبارکي وایم او یو ځل بیا په درناوي سره زموږ د خپلواکۍ د جګړې ټولو اتلانو په ځانګړې توګه د غازي مصطفی کمال اتاترک نه په درناوۍ سره یادونه کوم."