ولسمشر اردوغان د ګرجستان د لومړي وزیر سره په انقره کې لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د باکو – تفلیس – کارس ریل پټلۍ په بشپړ ظرفیت سره د بیا فعالولو هڅې روانې دي.

2140690
ولسمشر اردوغان د ګرجستان د لومړي وزیر سره په انقره کې لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د باکو – تفلیس – کارس ریل پټلۍ په بشپړ ظرفیت سره د بیا فعالولو هڅې روانې دي.

ولسمشر اردوغان دا خبرې د ګرجستان له لومړي وزیر عراقلي کوباخیدزي سره چې د رسمي سفر په موخه پلازمینې انقرې ته راغلی وو د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل "زه په پیل کې غواړم  د ګرجستان خلکو ته د خپلواکۍ د ورځې  په مناسبت چې لس ورځې وروسته به يي ولمانځي مبارکي وایم." اردوغان وویل چې دوی له میلمه لومړي وزیر سره "د دوو دوست ګاونډیو او ستراتیژیکو شریکانو په توګه مهمې لیدنې کتنې وکړې".

اردوغان وویل چې دوی غواړي په نوې موده کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ حجم چې تیر کال درې میلیارد ډالرو ته رسیدلی پنځه میلیارده ډالرو ته لوړ کړي.

"موږ خپل کار ته دوام ورکوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د باکو - تفلیس - کارس ریل پټلۍ چې د ورېښمو تاریخي لاره یې د ریل پټلۍ سره ژوندۍ کړې، بیا په بشپړه توګه فعاله شي."

اردوغان وویل چې ده او د ګرجستان لومړي وزیر په هغو ګامونو تمرکز وکړ چې د تروریستي سازمانونو او سازمان شویو جرمونو د شبکو په ځانګړې توګه د فیتو (فتح الله ترهګریز سازمان) او PKK پر وړاندې مبارزه لا اغیزمنه کړي.

"زموږ دولت به د ترهګرو او جنایتکارو شبکو تعقیب ته  ته دوام ورکړي ."

ولسمشر دغه راز یادونه وکړه چې د تورکیې ملي لوبډله د اروپا د فوټبال په سیالیو کې د ګرجستان له ټیم سره په همدې ګروپ کې وه.

"زه زموږ ټیمونو ته دمخه بریا غواړم."

میلمه لومړي وزیر وویل چې هغه د اردوغان سره په لیدنه ډیر خوښ دی.

هغه یو ریښتینی مشر دی چې د تورکیې د خلکو د ګټو ساتنه کوي. موږ د ګرجستان د ملي ګټو نه  د ښاغلي ولسمشر له ملاتړ څخه ډیر خوښ یو او  مننه کوو. "موږ په قفقاز کې د هیوادونو د هماهنګۍ ملاتړ کوو او رغنده همکارۍ ته چمتو یو."

له بلې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ د "انرژی په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک" هم له دغو ناستو وروسته لاسلیک شو.



اړوند خبرونه