ولسمشر اردوغان : د غزې د قاتلینو نتنیاهو او د هغه د جرمي شریکانو سره به خامخا حساب وشي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او هغه چا چې د غزې په نسل وژنه کې برخه اخیستې د تویې شوې هر څاڅکي وینې حساب به ورسره وشي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او هغه چا چې د غزې په نسل وژنه کې برخه اخیستې د تویې شوې هر څاڅکي وینې حساب به ورسره وشي.
ولسمشر اردوغان د تورکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان په غزه کې د اسرائیلو لخوا د تیرو ۷ میاشتو راهیسې د روان نسل وژنې په غبرګون کې وویل " نتنیاهو او هغه کسان چې په دې نسل وژنې کې یې برخه اخیستې ده د تویې شوې هر څاڅکي وینې حساب به ورسره وشي. موږ به هم ددې نسل وژنې د عاملینو نه د حساب پوښتلو په برخه کې د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو. فکر مه کوئ چې اسرائیل به په غزه کې پاتې شي. دا ترهګر دولت ، دا عاصي دولت د وعده شوې خاورې په بهانې سره به نن وي که سبا خپل مخ اناتولیا ته راواړوي."
اردوغان وویل چې دوی به د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس څخه قوي ملاتړ ته چې هم د خپلې خاورې د خپلواکۍ او هم د اناتولیا د دفاع لپاره مبارزه کوي دوام ورکړو.
اردوغان د اسرائیلو د تور پروپاګند په غبرګون کې وویل:
" د صهیونیسټي قاتلینو او د هغوی د غلامانو لخوا پر موږ بې ځایه او بې بڼسټه تورونه پورې کول ، د تشویش خبره نده. دا په حقیقت کې د هغوې لپاره د شرم او خجالت او زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی."