د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لویدیځ بالکان د خلکو له خوا تر ټولو منل شوی مشر دی.

د نړیوال جمهوري غوښتونکي انسټیټیوټ لخوا په البانیا، بوسنیا او هرزیګوینا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیه، صربستان او کوسوو کې په لویدیځ بالکان سیمه کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې ولسمشر اردوغان تر ټولو د محبوب ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی.

2139674

په نظرپوښتنه کې د هیواد له وګړو پوښتل شوي چې "تاسو د نړۍ او سیمې کوم مشرانو په اړه مثبت نظر لرئ؟" او همدارنګه د ډیری مسلو په اړه د دوی نظرونه پوښتل شوي.

په داسې حال کې چې په البانیا کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې ۷۱ سلنه کسانو ویلي چې دوی د ولسمشر اردوغان په اړه مثبت نظرونه لري، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۶۴ سلنې سره دویم او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ۱۴ سلنې سره  دریم شوی دی.

په بوسنیا او هرزګوینا کې د ورته پوښتنې په ځواب کې ۶۱ سلنه کسانو د اردوغان په اړه مثبت فکر کوو، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا ولسمشر بایډن او د چین ولسمشر شي جين پينګ بیا ۳۷  سلنه رای ترلاسه کړې ده.

په مونټینیګرو کې اردوغان د ۵۶ سلنه رایو سره لومړی، پوتین د ۵۰ سلنه رایو سره دویم او شي جين پينګ د ۴۶ سلنه رایو سره دریم ځای ګټلی دی.

په شمالي مقدونیه کې اردوغان بیا د ۶۶ سلنه رایو سره لومړی، پوتین ۴۹ سلنه، بایډن ۳۷ سلنه او شي جين پينګ ۳۵ سلنه رایو سره څلورم ځای ترلاسه کړی دی.

په صربستان کې بیا  کې تر ټولو ډیر محبوب  مشر پوتین دی چې د ۸۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یې په لومړي ، د چین ولسمشر شي جین پینګ د ۷۳ سلنه رایو سره په دوریم  او ولسمشر اردوغان د ۴۱ سلنه رایو سره دریم ځای کې قرار نیولی دی.

په کوسوو کې، بایډن د ۸۵ سلنې سره  تر ټولو  منل شویو مشرانو په لیست کې لومړی ځای لري، او  اردوغان د ۸۲ سلنې سره دویم ځای لري.

په نظرپوښتنه کې له البانیا څخه ۱۲۱۶، له بوسنیا او هرزیګوینا څخه ۱۲۲۵، له شمالي مقدونیې څخه ۱۲۲۰، له مونټینیګرو څخه ۱۰۳۶، له صربستان څخه ۱۲۳۸ او له کوسوو څخه ۱۲۰۳ کسانو برخه اخیستې وه.

اړوند خبرونه